د لاسرسي ځای


شاه سقیم کندهار

که څه هم د کندهار امنيتي حالت د افغانستان د نورو سيمو په پرتله ښه نه دى خو بيا هم ددغه ولايت ځوانان د مېلو او سيلونو دود ژوندى ساتي.


که له يوې خوا د کندهار په ښار او ځينو ليري پرتو سيمو کې وخت نا وخته د چاودنو او نښتو پر مهال درانه اوازونه د خلکو غوږونه کڼوي بله خوا د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ باغونه لا هم په ځوانانو ډک دي او د هرې ونې له بېخه د سندرو او درياوو اوازونه اورېدل کېږي.



د ارغندا ولسوالۍ په يو باغ کې تر ونه لاندې ناست څو تنه ځوانان وايي چې د جمعې په ورځ له ښار او ليري پرتو سيمو څخه سلګونه کسان چې ماشومانو او سپين ږيري هم پکې وي د ارغنداب ولسوالۍ د بابا صاحب زيارت ته ځي او مېلې کوي.

زما نوم ندا محمد دى ، بس د دغه جمعې په ورځ بابا صاحب ته راځو ، دريا راسره وي دلته سندري وايو او دريا ټکوو.

زما نوم عطا محمد دى ، دلته ډېر خلک راځي، څوک لامبي ، څوک مجلسونه کوي، څوک څه کوي څوک څه ، مونږ په څلور بجي راځو او تر مازديګره دلته يو،ډېر داسې کسان هم شته چې له سهاره لا راغلي وي او دلته تر ماښامه پاتي وي.

که څه هم په کندهار کې د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو په پرتله امنيتي حالت ښه نه دى خو بيا هم د نور هیواد په پرتله یو له هغه ولايتونو دى چې په زياته اندازه د ميلو ځايونه لري.

د حيات الله په نامه يو ځوان بيا خپل ځان د ملګرو په ټولۍ کې تر نورو کمال داره بولي او وايي چې کولاى شم په يوه نه يوه توګه د ملګرو ساعت ور تېر کړم.

زما هم اشپزي زده ده هم دريا او هم فټبال کولاى شم چې ياران مي هره لوبه غواړي هغه ورسره کوم. نن مي دريا ورته وټکوله ، په بانډار مي د يارانو ساعت ور تېر کړ هر وخت د دوى زړه ته ګورم .

د کندهار بېلابېلو ميله ځايونو ته په ميلو وتلي ځوانان ډلې ډلې وي چې هر ډله بيا داسې کسان لري چې بېلابېلې لوبې او يو د بل خدمت کولاى شي. بسم الله جان چې اشپزي او نورې لوبې يې نه دي زده ملګري په سندرو خوشحالوي.


که څه هم په کندهار کې د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو په پرتله امنيتي حالت ښه نه دى خو بيا هم د نور هیواد په پرتله یو له هغه ولايتونو دى چې په زياته اندازه د ميلو ځايونه لري. او اوسېدونکي يې هم په ميلو او سيلونو د وتلو پخوانى دود اوس هم د تېر په څېر پالي .
XS
SM
MD
LG