د لاسرسي ځای

د افغانستان سېنېټ د هیواد پر امنیت اندېښنه ښودلې


نقيب الله متونوال خوست

مشرانو جرګې د اوړي خپلې یونیمي میاشتنۍ رخصتۍ وروسته د دوهم تقنیني یا قانون جوړولو کال په پیل سره په خپله لومړۍ غونډه کې په افغانستان کې د وروستیو نا امنیو پرزیاتیدو خپله اندېښنه څرګنده کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په راتلونکو غونډو کې د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي امنیت لوی ریيس راوغواړي چې په هېواد کې د زیاتیدونکو نا امنیو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ووایې

.
دا خلك په هيچا زړه سوى نلري، نو بيا ولې موږ پر دې ځانونه خطا باسو چې راشئ او موږ ورته بار بار د وروڼو خطاب كوو. موږ كافي عسكر لرو او نړيواله ټولنه را سره ده او پر وړاندې يې بايد كلك ګامونه واخيستل شي.

د مشرانوجرګې غړي شېرمحمد اخوندزاده وویل، چې په ادارو کې دولتي فساد او په ولایتونو کې د چارواکو ناسم چلند د خلکو او دولت ترمنځ فاصله زیاته کړي او ورځ تربلې امنیت خرابیږي او لوی علت یې هم همدا دى” د واليانو، قوماندانانو او حتى د وزيرانو په شمول دې سم خلك راشي، چې وطندوست خلك وي په فساد كې نه وي كکړ او خلكو ته خدمت وكړي نو انشاالله هر څه سميږي او دا كار په جګړه او قوت نه كيږي. بمبارۍ وشوې خلك ووژل شول خو هيڅ ګټه يې ونكړه٬٬


د مشرانوجرګې يو بل غړي سید فاروق شاه پر ملي امنيت نيوكه وكړه او ويې ويل ،”پوښتنه داده، چې زمونږامنیتي مسؤولین په ځانګړي ډول ملي امنیت ته مسؤولیت متوجه دی نه پوهېږم دوی ویده دي او که یوازې د ځان د امنیت په ساتنه بوخت دي خو دوی هېرکړي، چې د خلکو امنیت ساتنه د دوی پرغاړه ده٬٬

خود مشرانوجرګې یوه بله غړې رڼاترین وایي، چې یا خو دې د سولې پروسه چټکه شي او یادې دا شورا نورخپل فعالیتونه ودروي.
هغې زياته كړه”د سولې عالي شورا چې په كار يې پيل كړى، هغه بايد چټك كړي او يا دا شورا نورخپل فعالیتونه ودروي.ځكه تاسو وليدل چې تيره ورځ يې يو اته كلن ماشوم په دار وځاړاوه او هغه دپلار په ګناه.دا خلك په هيچا زړه سوى نلري، نو بيا ولې موږ پر دې ځانونه خطا باسو چې راشئ او موږ ورته بار بار د وروڼو خطاب كوو. موږ كافي عسكر لرو او نړيواله ټولنه را سره ده او پر وړاندې يې بايد كلك ګامونه واخيستل شي٬٬

وروسته دسېنېټ مشرفضل الهادي مسلم یار د سناتورانو په رایه وویل چې په لومړي وار باید د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دادفرسپنتا او د ملي امنیت ریيس او په دوهم ځل د کورنیو چارو او دفاع وزیران راوغوښتل شي چې په هېواد کې د زیاتیدونکو نا امنیو په اړه د سنېټرانو پوښتنو ته ځوابونه ووایې.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د لومړۍ جوپې د وتلولړۍ هم پیل شوي اود ټاکل شویو اووسیمو څخه د شپږوامنیتي مسؤولیت افغان ځواکونوته لیږدول شوی او د کابل دامنیت مسؤولیتي لېږد به یې اوومه سیمه وي، چې له سروبي ولسوالۍ پرته به یې چارې افغان ځواکونوته وسپارل شي او د دې لړۍ لومړى پړاو به بشپړشي.
XS
SM
MD
LG