د لاسرسي ځای

کراچۍ :په تازه پېښو کې په لسګونه مړه او ژوبل



رپوټ: باركوال مياخېل - كوټه

د پاكستان په كراچۍ ښار كې تر څو ورځو كرارۍ او امنيت وروسته يو ځل بيا امنيتي وضعه ګډوډه شوه او پرون د جمعې په ورځ په دې ښار كې د اخ و ډب په پېښو كې شاوخوا ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۲۰ زيات ټپيان شول.

د پاكستان په ستر تجارتي او ګڼ مېشتي كراچۍ ښار كې د ژبنيو، سياسي او فرقه ييزو اختلافونو له امله وخت پر وخت جګړې كېږي او د ښار خرابه امنيتي وضعه په كې په اوونيو اوونيو له خطر سره مخامخ وي.

اوس هم ترهګر په سيمه كې له وسلو سره ګرځي او پر خلكو ډزې كوي، خو امنيتي پوليس په سيمه كې نه تر سترګو كېږي.

د روانې جولايي مياشتې له پيله راهيسې په دې ښار كې تر ۱۰۰ زيات كسان د نامالومو وسلوالو په ډزو و وژل شول او تېره يوه اوونۍ څه نا څه کراري وه، خو پرون ناببره د دې ښار امنيت بيا ګډ وډ شو او تر ماښامه پورې د ورځې په اوږدو كې ۱۵ تنه د نامالومو كسانو په ډزو و وژل شول.

دغه تازه پېښې په ملير او كوكراپار سيمو کې شوې چې نامالومو وسلوالو ناڅاپه پر خلكو ډزې پيل كړې او د سترګو په رپ كې يې اووه تنه و وژل.

د كراچۍ د پوليسو مشر سعود مرزا وايي، په هغو سيمو كې چې د اخ و ډب پېښې په كې روانې دي هلته يې د امنيت د ټينګښت لپاره پوليس عسكر او رېنجرز سرتېري ځاى پر ځاى كړي دي.

د ملير سيمې يو اوسېدونكى نياز يوسفزى وايي،″اوس هم ترهګر په سيمه كې له وسلو سره ګرځي او پر خلكو ډزې كوي، خو امنيتي پوليس په سيمه كې نه تر سترګو كېږي.″

بل لور ته د متحده قومي غورځنګ د پارلمان او سېنټ غړي د كراچۍ د پرونيو پېښو په خلاف پرون د مركزي پارلمان او سېنېټ له غونډو څخه د احتجاج په توګه را ووتل.

دوى وايي، چې په دې تازه اخ و ډب كې د دوى د ګوند درې غړي وژل شوي دي. د دې ګوند يو مشر حيدرعباس رضوي په دغو پېښو كې حكومت تورن كړ:

″له بده مرغه د كراچۍ د امنيت په خرابېدو كې ځينې وزيران لاس لري، بايد چې په دوى پسې پلټنه وشي او په ګوته شي، چې خداى مه كړه د كراچۍ حالات بېخي له كنټروله ووځي.″


د پاكستان وزیر اعظم يوسف رضا ګيلاني له لندنه تر را ستنېدو وروسته پرون په اسلام اباد كې د مركزي پارلمان غونډې ته په وينا كې د كراچۍ پېښې او د دې ښار د امنيت ګډوډول وغندل او ويې ويل، چې په كراچۍ كې سياسي ثبات د پاكستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم دى:

″موږ دا نه شو زغملاى چې هلته دې حالات خراب وي، زه د پارلمان غړيو ته يو ځل بيا باور وركوم، ما له لندنه هم ويلي وو، چې د پارلمان يوه غونډه بايد د كراچۍ حالاتو ته ځانګړې كړو، چې هر څوك پر دې مهمه موضوع خپل نظر وركړي، چې څنګه كېداى شي په دې ښار كې امنيت ټينګ شي.″

د شنبې تر سهاره د كراچۍ له بېلابېلو سيمو څخه د ۱۵ تنو د وژل كېدو او شاوخوا ۲۰ تنو د ټپي كېدو خبرونه وركړل شوي دي، خو لا هم د دې ښار امنيت وضعه په بشپړه توګه تر كنټرول لاندې نه ده او له ځاى ځاى څخه د ډزو او وژنو خبرونه وركول كېږي.
XS
SM
MD
LG