د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې د ايساف هیلي کوپټر راغورزېدلی



د کونړ ولايت يو سيمه ايز چارواکی وايی چې د دغه ولايت په ماڼو ګي ولسوالۍ کې د دوشنبې / ګل په شپه وسله والو مخالفينو د ايساف چورلکه د کښيناستو پرمهال ويشتې چې ایتلافي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتي او ۳ تنه مخالفین په ځوابي کاروایی کې وژل شوي دي.


ددغه ولايت د ماڼوګی ولسوال شيربهادر مشال ریډیو ته د ټیلفون په کرښه وویل، د پیچ درې د ماڼوګي په بیز کې بیګا شپه یو امریکایي هیلي کوپټر راغورزېدلی ، مخالفینو پرې ډزې کړي دي. په ځوابی کاروايي کې د مخالفینو درې تنه وژل شوي دي.٬٬


یو تن عيني شاهد چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي مشال ریډیو ته وويل چې چورلکه اوس هم په سيمه کې پرته ده او د اور لمبې ترې پورته کيږي .

ديادولو وړ ده چې څه موده وړاندې هم د کونړ ولايت د شيګل او وټه پور ولسوالۍ تر منځ سيمه کې د ايتلافي ځواکونو چورلکه د بيړنۍ ناستې له امله رانسکوره شوې وه ، خو وسله والو ادعا کوله چې دوی ويشتلې ده.
XS
SM
MD
LG