د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لومړۍ اړتیا غوړېدلی اقتصاد دی



بوریوال کاکړ پراګ

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بېنک د مشر ً روبرټ بي زولیک ً یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې راغلي دي ، په داسې حال کې چې امریکايي او نړیوال ځواکونه به له افغانستانه وځي نو که خلکو له یوې خوا په دې اړه تپوس کړی چې ، ایا د افغانستان خپل پوځ به د دې هیواد د امنیت چارې وساتي او که نه ، نو بلې خوا هم داسې یوه بله مهمه پوښتنه راپورته کوي چې ایا د دې هیواد اقتصاد به د دې جوګه وي چې د هیواد اړتیاوي پوره کړي او که نه؟

ملګرو ملتونو د بشري پرمختګ د ۲۰۱۰ م کال د فهرست له مخې د روغتیا،تعلیم او ګټې او د نورو کارکردګیو له حسابه پر ۱۵۵ نمبر دی.

د نړیوال بېنک مشر روبرټ بي زولیک په دې مقاله کې ليکې ،بې له غوړېدلې اقتصاده ،ددې راتلونکی لږ دی چې کله به هم افغانستان به د خپل امنیت ساتلو توان ولري ، داسې لږ تمه ده چې د دې هیواد حکومت دې قانوني مشروعییت ولري او نه هم د یاغیتوب د مخنیوي لپاره د موقوعو برابرولو امکان ښکاري.


په مقاله کې راغلې د افغانستان اقتصاد دمنفي ضربونو له خطر سره مخامخ دی که بهرنۍ مرستې بندې شي نو د ناڅاپه اقتصادي وروالي اندېښنه ده.له تېرو پنځو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادي وده د لس فیصده په رفتار په چټکۍ سره وده مومي چې سبب یې په غټه پیمانه بهرني پوځي لګښتونه او مرستې دي.

د یوه اټکل له مخې له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې پوځي لګښتونه ۱۰۰ اربه ډالر او نورې مرستې تر ۱۵.۶ اربه ډالر زیاتې کېدای شي. ددې هیواد کورنۍ خالص پیداوار ۱۶.۳ ارب ډالر دی.چې څنګه بهرني سرتېري ووځي ،نو مرستې به هم کمې شي.

افغانستان یو ډېر خوار دی او د ناامنیو په اوسنیو ننګونو کې اقتصادي څرخ نشي ګاللای،د پرمختګ په لیکه په شاته پاته هیوادونو کې دی. ملګرو ملتونو د بشري پرمختګ د ۲۰۱۰ م کال د فهرست له مخې د روغتیا،تعلیم او ګټې او د نورو کارکردګیو له حسابه پر ۱۵۵ نمبر دی.

مقاله زیاتوي ، د نړیوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې د افغانستان ملګرو هیوادونو ته په کار ده چې د بهرنیو پوځي لګښتونو له درېدو وروسته د دې اغېزې وڅېړي چې راتلونکې زیانونه کم کړي.


د افغانستان تنګ بجټ ته په کتو سره لا ډېرو موثرو مرستو ته چې د وېشلو یو ثابت مېکېنیزم ولري اړتیا ده او دا باوري کړي چې هرلګېدونکی ډالر د افغانانو په ګټه تاميږي.

مقاله لیکي ، د دې لپاره پوځونه او مرسته کوونکي په افغانستان کې د لګښتونو زیاتولو لپاره ډېر څه کولای شي ، چې ځايي کاروبار ته فنډونه ورکړي او افغانانو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي چې د خلکو د اندېښنو په لرې کولو کې د پام وړ اغېز شیندلای شي.

دویم دا چې په افغان حکومت کې د درغلیو پر ضد وړتیا پیدا کړي او زیاتره مرستې د هم دې حکومت له لارې په کار راوستل شي. که چیري مرسته کوونکي داسې ونه کړي نو افغانان د خپل برخلیک واک په خپل لاس کې نه شي اخیستلای او په داسې ډول پرمختګ نه کیږي چې د ځايي خلکو په کې ملکیت نه وي.

مقاله لیکي ، دریمه خبره دا ده چې افغانان هغه وخت پر خپلو پښو درېدای شي چې د خپلو اړتیا د پوره کولو لپاره په خپله جوګه شي. نو که چیري بهرنۍ مرستې په ورو ورو کميږي نو دا به د امدن او خرڅ ترمنځ واټن زیات کړي. او نړیوالو مرسته کوونکو ته په کار ده چې تر یوې مودې د دې واټڼ د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.

څلورمه نقطه دا ده چې ډېره اړتیا په شخصي څانګو کې د پانګې اچول په کار دي. د کاروبار کولو په اړه د نړیوال بېنک د رپوټ له مخې افغانستان دا وخت پر ۱۶۷م ځای دی. افغانستان ډېرې قدرتي زېرمې لري چې په کار اچولو سره د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې د پام وړ کردار ادا کولای شي.

د مقالې لیکوال په پای کې لیکې ، افغانانو په دې وروستیو کلونو کې په روښتونې توګه اقتصادي پرمختګ کړی دی او دې ته دوام ورکول په کار دي. که نړیوال بې سنجشه او بې پلانه د افغانستان اقتصاد پرېږدي او ووځي نو د وینو په بدل کې ټولې لاسته راوړنې به په سین لاهو شي.
XS
SM
MD
LG