د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لورالایي کې یو ځای ډېر وددونه وشو




نیازموسی خیل،کوټه

د بلوچستان په لورالایي ښار کي تېر ماښام په پاکستان کې د واکمن پیپلز ګوند په مرسته ۵۰ ودونه،پر ځاي ترسره شول.

له مشال ریډيو سره په خبرو کې د پیپلزګوند لورالایي جنرل سیکرټري،زمان کُدیزی وویل،چې دوی په ټول ژوب ډویژن چې پکې د لورالايي،ژوب،کلاسیف الله ،بارکهان او موسی خیل ضلعې راځي له هغه بې وزله او غریبو ځوانانو څخه د نوم رجسټر کولو لپاره درخواستونه و غوښتل،چې د واده کولو وس نه لري چې په دې کې یې ۵۰ مستحقه ځوانان ددې حقداره و ګرځول چې د واده لپاره وسره د پیسو مرسته وشي.

دسیمي یو اوسیدونکی دولت خان کاکړ وايي ،چې د هغه په فکر په دغه پروګرام کي نا انصافي شوې او داسي خلګ را غوښتل شوي وو، چي دمخه یې ودونه شوي ول.

دۍ زیاتوي، یو داسې تنکۍ ځوان یې ولیدۍ چي بریتونه یې لاسم نه ووراغلي او د خپل ورو پر ځای راغلی وو چې د دولت خان په خبره ځان ښکاره کولی لکه دده چې واده شوی وي .دی وايي یوه داسې ناوې یې هم ولیده چې له زوی سره سره را غلې وه او ده پخپله پیږندله،البته د ده په وینا،مستحق او حقداره کسان هم پکې ول.

د سیمې ځینو ځايي اوسیدونکو هم د دولت خان د خبرو پخلی وکړو،خو د اجتماعي ودونو د ادارې چلوونکی زمان کدیزی دا تورونه ردوي او وايي چې برخوال ټول حقداره کسان وو.

یاده دي وي،چې په بلوچستان کي له څه مودې راهیسې د واکمن پیپلز ګوند تر سیوري لاندي،د ښځو د پرمختګ د محکمې له اړخه د اجتماعي ودوونو پروګرامونه روان دي.
XS
SM
MD
LG