د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني جاسوسان په خپلو بهر مېشتو کې ، ویره خوروي





دامریکا مرکزي تحقیقاتي ادارې ( اېف بي آی) چې په دغه هیواد کې د پاکستانیو جاسوسانو لټون کوي ، تیرکال یې په نیو یارک کې د پاکستاني کونسلګرۍ دیوه اتاشي محمد تسلیم څارنه پیل کړه ،چې د پاکستان د پوځي جاسوسي ادارې ( آی ایس آی ) لپاره یې په پټه کارکولو.

نیو یارک ټایمز لیکي چې نوموړي کس په امریکا کې د میشتو پاکستانیانو سره دلیدو پرمهال هغوی ته خپل ځان د ( اېف بي آی) غړی ښودلو ،له هغوی نه نه به یې معلومات را ټولول او هغوی ته به یې ګواښونه کول چې د پاکستاني حکومت پر ضد دې څرګندې خبرې نه کوي.


امریکايي چارواکي وايي د روسي او چینايي جاسوسانو په پرتله چې له ډېرې مودې راهیسې د امریکايي حکومتي او کاروباري رازونو د غلا کولو هڅه کوي .

په واشنګټن کې چارواکي ، پاکستاني خبریالان او پوهان په دې نظر دي چې د محمد تسلیم کړنې د ( آی ایس آی ) د هغو چلونو څخه وې چې په امریکا کې مېشت پاکستانیان څنګه تر نظر لاندې وساتي.

نیویارک ټایمز لیکي چې ( اېف بي آی) د محمد تسلیم له کړنو د امریکا د استخباراتي ادارې مشر لیون پینیټا خبر کړو او په تیر اپریل میاشت کې لیون پینیټا په دې اړه د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر جنرال احمد شجاع پاشا سره ستغې خبرې وکړې.

خو ددغه پتو کړنو ځینې رازونه اله جوت شو چې تیره اونۍ دوه پاکستاني نژاده امریکایان چې د خیریه ادارې لپاره یې کار کولو او د ( اېف بي آی) په باور د پاکستان استخباراتي ادارې آی اېس آی سره یې تړاو دی تر عدالتي کاروايي لاندې راوستي ، په دوی کې یو نیول شوی او بل کس لا هم په پاکستان کې دی.

ددغه کسانو د پلټنو په اړه د امریکايي چارواکو له خولې جوته شوې چې د دوی یوه برخه کار د پاکستاني جاسوسي ادارې آی ایس آی هغه پراخې منډې ترړې وې چې په امریکايي پارلماني غړو کې نفوذ پیدا کول،د پاکستاني پوځ په اړه د عمومي انتقادي نظرونو مخه نیول او د پاکستان د اوږدمهالي دښمن هند اغېز پڅول او کمول دي.

امریکايي چارواکي وايي د روسي او چینايي جاسوسانو په پرتله چې له ډېرې مودې راهیسې د امریکايي حکومتي او کاروباري رازونو د غلا کولو هڅه کوي د پاکستاني جاسوسي ادارې فعالیتونه ډېر لږ پراخ او لږ پرمختللی دی.

دوی وايي ( آی ایس آی ) په پاکستان کې دننه او د باندې د هغو خلکو څارنه کوي چې د دې هیواد د پوځ خلاف خبرې کوي ، ددې یو مثال دادی چې امریکايي استخباراتي چارواکي دا ګني چې د پاکستان استخباراتي ادارې سره تړلو کسانو د پاکستاني خبریال سلیم شهزاد د وژلو امر کړی و .

بل پلو دپاکستان استخباراتي اداره ( آی ایس آی ) د امریکا استخباراتي ادارې ( سي اي ای ) سره په ګډه د القاعده خلاف مبارزه کوي ، دا اړیکي کله نا کله د ګډوډۍ ښکار شي او دامریکا حکومت دپاکستان په حکومت فشار اچوي چې خپل تکتیکونه دې بدل کړي.

نیو یارک ټایمز د یو امریکايي چارواکي په حواله لیکي چې د کشمیر امریکن کونسل په نوم د خیریه ادارې لپاره کار کونکي دواړه کسان به ایف بي ايي ډیر پخوا نیولي وو خو هر ځل به ورته دامریکا ددفاع وزارت او یا هم سي آی اې دا خبره کوله چې دې سره به د پاکستان او امریکا اړیکې نور هم پسې خرابې شي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځ ته شوې چې سي آی اې په پاکستان کې د هغه پاکستانيو پرېښودلو لپاره هلې ځلې کوي چې داسامه په وژنه کې یې ورسره مرسته کړې وه او وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا ونیول شو .

خو بل پلو په واشنګټن کې د پاکستان د سفارت یو لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه ښکاره کولو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي ( آی ایس آی ) په امریکا کې داسې څه نه دي کړي چې نورې استخباراتي ادارې یې نه کوي ، نوموړي ویلي ( آی ایس آی ) کله هم داسې کوم کار نه دی کړی چې دامریکا د حکومت سره ددوی د مفاهمت په ټکر کې وي او نه یې کله دامریکا د قوانینو نه سر غړونه کړې ده .
XS
SM
MD
LG