د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوسلو: نیول شوی کس د دو شنبې په ورځ عدالت ته وړاندې کېږي



رپورټ: پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ - په ناروې کې د جمعې د ورځې تر بریدونو وروسته د وژل شویو شمېر ۹۲ ته رسېدلی دی. نیول شوی مشکوک کس به سبا عدالت ته وړاندې کړل شي. د مشکوک نیول شوي کس وکیل ویلي د ده موکل د وژنو پړه منلې ده. د نیول شوي کس په اړه ویل کېږي چې سختدریځه مذهبي نظریات لري.

دا هغه ۳۲ کلن مشکوک کس اندرې بېرینګ بریوک دی چې څه باندې ۹۲ کسان یې ووژل

په ناروې کې د نیول شوي ۳۲ کالن کس ایندرس بیرېنګ بريیک وکیل ویلي موکل یې منلې ده چې د یو ټویا په ټاپو کې یې پر خلکو ډزې کړې وې.

برییک ناروېژیايي وګړی دی. نوموړی د جمعې په ورځ تر هغې وروسته پولیسو نیولی وو چې ده له دعوې سره سم، د لیبر ګوند د ځوانانو په یوې غونډې کې، لږ تر لږه ۸۵ کسان ووژل.

د جمعې په ورځ، د هېواد په پلازمېنې اوسلو کې د موټر بمي چاودنې پر مهال اووه کسان وژل شوي ول، او حکومتي ودانیو ته زیان رسېدلی وو.

په دې ودانیو کې د وزیر اعظم دفتر هم وو.

د نیول شوي کس برییک په اړه ویل کېږي چې د ښي لاسي بنسټپاله عیسوي بیانونو تر تاثیر لاندې راغلی دی او دا چې نوموړی د مسلمانانو پر ضد نظریات هم لري.

په دې اړه د هېواد وزیر اعظم جینز سټولټن برګ ویلي: ((له نورو هېوادونو سره په پرتله، موږ دلته په ناروې کې له ښي لاسي سختدریځو سره ستونزه نه لرو. خو موږ ځېنې ډلې لرلې چې موږ ورپسې تلو، او زموږ پولیس له دې خبر دي چې ځېنې ښي لاسې سختدریځه ډلې شته دي یا لږ تر لږه په ناروې کې دې ته ورته ډلې وې.))

تېره ورځ د برېتانیې فنانشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي ول په ناروې کې تر دې پېښو وروسته په لومړي ځل دا ګومان کېده چې دا کار سختدریځه اسلامپاله ډلو کړی دی او یا هم د لیبیايي مشر معمر قذافي لپاره کار کوونکې کومې ډلې کړی وي.

د نیول شوي کس برییک په اړه ویل کېږي چې د ښي لاسي بنسټپاله عیسوي بیانونو تر تاثیر لاندې راغلی دی او دا چې نوموړی د مسلمانانو پر ضد نظریات هم لري.

دا شک ځکه کېده چې ناروې د ناټو اتحاد غړی هېواد دی او کېدای شي دلته دا کار ځکه شوی وي چې ناروې ته په افغانستان او عراق کې د امریکا په مشرۍ کې د پوځي کیمپېنونو سزا ورکړل شي.

فنانشل ټایمز ورځپاڼه لیکي دا شک ځکه هم کېده چې په لیبیا کې د ناټو پوځي کار روایۍ روانې دي.

خو تر دې وروسته دا خبره مخې ته راغله چې نیول شوی کس نه یواځې دا چې ناروېژیايي وګړی دی بلکې په نسلي ډول هم د ناروې دی.

د نیول شوي کس برییک په اړه فنانشل ټایمز ورځپاڼې د کارپوهانو له خولې دا هم لیکلي ول چې کېدای شي دی د نویو ناڅیانو له ډلې وي.

د ناروې د امنیتي چارو دفتر په دې وروستیو کې ویلي ول چې په هېواد کې دننه سختدریځي به دې ملک ته جدي خطر ولاړ نه کړي. خو دفتر دا هم ویلي ول چې په ۲۰۱۰ز کال کې یې د داسې ډلو د فعالیتونو پراخېدل لیدلي دي.

د هېواد د انصاف وزیر کنوټ سټوربرګټ ویلي دا کار یوه جنوني کس په خپل مټ کړی دی.

خو فنانشل ټایمز ورځپاڼه د ترهګرۍ په اړه د څېړونکو او کار پوهانو له خولې زیاتوي: (( دا به ډېره حیرانوونکې خبره وي چې یوه کس دې دا دوه بریدونه کړي وي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG