د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوسلو: مشکوک کس منلي چې برید یې کړی وو


په ناروې کې د دوو بریدونو کولو لپاره د نیول شوي مشکوک کس وکیل ویلي دې کس د وژنو لپاره پړه منلې ده.

په ناروې کې د بمي چاودنې او ډزو په پېښو کې د وژل شویو شمېر ۹۲ ته رسېدلی دی. وکیل د دې هېواد پر یوه ټیلي وېژن ویلي، مشکوک سړي ایندرس بیرېنګ بريیک د برید کولو پړه پر غاړه اخیستې ده. ۳۲ کالن برییک ناروېژیايي وګړی دی. نوموړی د جمعې په ورځ تر هغې وروسته پولیسو نیولی وو چې ده له دعوې سره سم، د لیبر ګوند د ځوانانو په یوې غونډې کې، لږ تر لږه ۸۵ کسان ووژل. برییک د ښي لاسي عیسوي بنسټپاله بیانونو د متاثره شوي کس په توګه مخې ته راغلی دی او د مسلمانانو ضد نظریات هم لري. د ناروې وزیر اعظم جینز سټولټنبرګ په دې اړه ویلي: ((له نورو هېوادونو سره په پرتله، موږ دلته په ناروې کې له ښي لاسي سختدریځو سره ستونزه نه لرو. خو موږ ځېنې ډلې لرلې چې موږ ورپسې تلو، او زموږ پولیس له دې خبر دي چې ځېنې ښي لاسې سختدریځه ډلې شته دي یا لږ تر لږه په ناروې کې دې ته ورته ډلې وې.)) برییک به سبا عدالت ته وړاندې کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG