د لاسرسي ځای

وژل شوی کس اټومي ساینسپوه نه دی، تهران


ایراني چارواکي وايي د تېرې ورځې په ډزو کې اټومي ساینسپوه نه دی وژل شوی.

د چارواکو په خبره، وژل شوی کس د پوهنتون زده کوونکی وو. تر دې مخکې دولتي خبري اژانس ویلي ول، وژل شوی کس فزکس پوه دی او د ایران په اټومي پروګرام کې لاس لري. د هېواد د انګرېزي ژبې ټیلي وېژن پریس ټي وي ویلي د وژل شوي د نوم له کبله دا غلط فهمي پیدا شوې وه. په لومړيو رپورټونو کې ویل شوي ول، پر موټر سایکل سپرو وسله والو ۳۵ کالن داریوش رضايي وژلی دی چې د فزیک استاد وو او د نیوټران ټرانسپورټ په څانګه کې متخصص وو. خو وروسته بیا پلټونکو وویل وژل شوی کس د الیکټرانکس د څانګې زده کوونکی وو او ساینسپوه ته ورته نوم لري. تر دې مخکې ایراني چارواکو پر امریکا او اسراییل تور پورې کړی وو چې د دوی ساینسپوهان په نښه کوي. امریکا، اسراییل او د دوی ملګري په ایران تور پورې کوي چې اټومي وسله جوړول غواړي خو ایران دا تور ردوي.
XS
SM
MD
LG