د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قاهره کې نښتې


رپورټونه وايي د مصر په پلازمېنه قاهره کې په نښتو کې ګڼ شمېر کسان ژوبل شوي دي.

نښتې د جمهوریت پلویو فعالینو او څه ته چې د مصر د پوځي رژیم ملاتړي وايي، تر منځ شوې دي. دولتي خبري اژانس مینا وايي د شنبې په ورځ په نښتو کې ۲۳۱ کسان ژوبل شوي دي. د مصر د روغتیايي چارو وزارت وايي ۳۹ کسان په روغتون کې بستر کړل شوي دي. رپورټونه وايي تاو تریخوالی هغه مهال پیل شو چې تر ۱۰۰۰۰ پورې مظاهره کوونکيو هڅه کوله چې د دفاعي چارو د وزارت په لور لاریون وکړي چې پر پوځي رژیم ټینګار وکړي چې اصلاحات دې ګړندي کړي. رپورټونه وايي خلکو پر مظاهره کوونکیو کاڼي و ورول، د اور بمونه یې پر واچول او د نورې وسلې استعمال یې هم وکړ. مظاهره کوونکیو هم ځواب ورکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG