د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې د تاو تریخوالي لړۍ


د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې د هدفي وژنو په ترځ کې شپږ نور کسان وژل شوي.

هلته د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د کراچۍ د ستونزې د سیاسي هواري لپاره څلور کسیزه ډله جوړه کړې ده چې له بېلا بېلو سیاسي مشرانو او ګوندونو سره به خبرې کوي. له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي د تا و تریخوالي پېښې د ښار مرکزي سیمو ته هم غځېدلې دي. په ښار کې د تاو تریخوالي تازه پېښې د جمعې په ورځ هغه مهال پیلې شوې چې په ملیر کې د دوو ډلو تر منځ نښته پیله شوه. د جمعې په ورځ په دې پېښو کې ۱۰ کسان وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG