د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مزار شریف امنیت هم افغان ځواکونو ته وسپارل شو



نقیب الله متونوال خوست

افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو د بهیر په لړ کې تيره ورځ د مزارشريف د امنيت مسووليت هم افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

افغان ځواکونو ته د مزارشريف د امنيت د لېږد په مراسمو کې د بلخ والي عطا محمد نور، له کابله راغليو د د فاع، کورنيو چارو اوكانونو وزيرانو، د مسووليت د لېږد د پروسې د کمېسيون مسوول ډاکټر اشرف غني احمدزي، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي او په شمال کې د ناټو ځواکونو قومندان برخه اخيستې وه.

د بلخ والي عطا محمد نور د مراسمو په ترڅ کې وويل، دوى ډېر خوښ دي، چې د مزارشريف د امنيت چارې هم افغان ملي ځواکونو ته وسپارل شوې.

خو هغه زياته کړه، تر څو چې افغان ملي ځواکونه ښه تجهيز او ترڅنګ يې له هوايي ځواکه برخمن نه شي، دغه پروسه به له ناکامۍ سره مخامخ وي ،مونږ تر اوسه هم مسولیت پرغاړه درلود او دا دی په رسمي ډول موهم واخیست خو ستونزه په اوږده موده کې ده چې د دښمن د ورانکارو فعالیتونوڅخه زیانمن کیږو.دا له کومې خوا؟ماپه خپلوخبروکې وویل، چې د حقاني ډله ، د پاکستان ISI ، د ازبکستان اسلامي تحریک او د ګلبدین حکمتیار اسلامي څانګه چې پخوا یې د ډېورنډ کرښې ته نږدې فعالیتونه کول او اوس شمال ته هم راغلي نه یوازې په مزارشریف کې بلکې په ټول افغانستان کې ورانکاري کوي.٬٬

افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد د پروسې مشر ډاكټر اشرف غني احمدزي وويل، مني چې دم ګړۍ افغان ځواكونه د خپلو سيمو د ساتنې د وړتيا د لرلو ترڅنګ له يو لړ ستونزو سره هم مخامخ دي.
خو زياته يې كړه، چې د همدې ستونزو د لرې كولو په موخه نړيواله ټولنه د افغان ځواكونو د پياوړتيا او سمبالتيا په برخه كې له افغان دولت سره د راتلونكو درېيو كلونو په ترڅ كې ۲۰ميلياره امريكايي ډالر مرسته كوي.


د حقاني ډله ، د پاکستان ISI ، د ازبکستان اسلامي تحریک او د ګلبدین حکمتیار اسلامي څانګه چې پخوا یې د ډېورنډ کرښې ته نږدې فعالیتونه کول او اوس شمال ته هم راغلي نه یوازې په مزارشریف کې بلکې په ټول افغانستان کې ورانکاري کوي.

ډاكټر اشرف غني وويل، په دې برخه كې به په نږدې راتلونكي كې ۶۰۰ زغره وال ګاډي، MI17 هيلوكپټرونه او ۸زره بېلا بېل ماشين آلات افغان ځواكونو ته وسپارل شي، خو د هوايي ځواك پر پياوړتيا خورا لګښت راځي، چې په راتلونكي كې به پرې بحث كيږي.٬٬
د مزارشريف اوسيدونكي هم خوشاله دي، چې افغان ځواکونو ته د امنيت مسووليت وسپارل شي خو، زياتوي چې افغان ځواكونه هم ښه وروزل شي او په ښو وسلو سنبال شي.

په دې اړه د مزار شريف يو واسيدونكى اسد الله وايي، هو مونږ خوشاله یومزارشریف ښه امنیت درلود. ډېرخوشبین یم خدای دې وکړي چې زمونږ د هېواد امنیت په خپله افغانان وساتي او مونږ پر دې خوشالیږو ، او دوی حتما کولای شي.٬٬

افغان ځواکونو ته د امنيت مسووليت د لېږد د پروسې لړۍ تېره اونۍ له باميانو پيل شوه او تر اوسه د لښکرګاه، هرات ښار او د مهترلام ښار د امنيت چارې رسماً افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي او ټاکل شوې، چې د دې پروسې په لومړي پړاو کې اوه سيمې افغان ځواکونو ته وسپارل شي او دغه پروسه به د ٢٠١٤ کاله تر پايه بشپړه شي.
XS
SM
MD
LG