د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا په مدرسو کې پر اصلاحاتو خبرې پیل شوې



غلام غوث پېښور

د خيبر پښتونخوا حكومت او د بيلابيلو ديني مكتبه فكر سره تعلق لرونكي عالمان په دي سلا شوي چي په مدرسو كي د اصلاحاتو لپاره داسي يوه تګ لاره جوړه كړي چي د مدرسو په نصاب كي بدلون وكړي او نوي نصاب كي دنياوي علم هم شامل كړي.

په پيښور كي د مدرسو د اصلاحاتود بهير په ترڅ كي يوه غونډه تر سره شوه چي پكې د صوبايي حكومت چارواكو او ديني كارپوهان په دې رضا شو چي د مدرسو په نصاب كي بدلون وكړي او دموجوده نوي وخت مضمونونه د مدرسو په
نصاب كي شامل كړي او د مدرسو د رجسټريشن لپاره هم يو ګډه تګ لاره جوړه كړي، او ددې ترڅنګ په مدرسوكي د هغه بهر ملكيانو زده كوونكو مخه هم ونيسي چې په پاكستان كې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري.

په مدرسو كي د اصلاحتو ددي بهير په اړه د اطلاعاتو صوبايي وزير ميا افتخار حسين خبر يالانو ته وویيل چې د اصلاحاتو پر دې بهير باندي لا نورې خبرې اترې هم روانې دي او چې كله سر ته ورسي نو په رسمي توګه به بيا دا اصلاحات اعلان كړل شي.

د اطلاعاتو وزير دا هم وویيل چې د
اصلاحاتو دا بهير یې د جنرال پرويز مشرف غوندې نه دی پيل كړی بلكه دوی دا عمل د خپلې خاورې د حفاظت او په خپله زمكه د ترهه ګرۍ د مخي نيولو لپاره پيل كړي دي.

د اصلاحاتو په دې بهیر کې ديو بنديان برېلویان ، اهل تشيع ، اهل سنت په څېر د دين د هر مكتبه فكر استازي شامل دي.

دا چې د مدرسو د اصلاحاتو په اړه مذهبي ګوندونه څه نظر لري، د جمعيت علما اسلام فضل رحمان ډلې د اطلاعاتو صوبايي سیکرېټري مولانا عبدلجليل جان مشال ريډ يو ته وویيل چې په زیاتره مدرسو كې د وړاندي نه انګريزي او كمپويټر هم ښودل كيږي.دی وايي له زیاترو مدرسو سره د خپلو زدکونکو په اړه ټول مالومات شته او ډېری مدرسې رجسټرډ هم دي.
XS
SM
MD
LG