د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهره کوونکي د خلکو او پوځ تر منځ فاصلې زیاتوي


د مصر پوځ هغه مظاهره کوونکي چې د دفاع وزارت پر لور يې د تګ کوشش کاوه، د خلکو او پوځ ترمنځ د فاصلو په پيدا کولو تورن کړي.

د جمعې په ورځ، لسګونه زره کسانو په قاهره کې د دفاع وزارت پر لور د لاريون هڅه کړې وه خو زغروال ګاډو او سلګونو پوځيانو يې لاره نيولې وه. دا لاريون له هغه وروسته وشو کله چې په نورو ښارو کې د مظاهرچیانو او عسکرو تر مينځ د لاس و ګريوان کيدو رپورټونه خپاره شو، خو وروسته پوځ دا رپورټونه رد کړل. په ځینو مظاهرچيان کې پر پوځ بې باوري مخ په زياتيدو ده.دوی تور لګوي چې پوځ د پخواني حکومت د ځينو کسانو عدالت ته له وړاندي کولو ډډه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG