د لاسرسي ځای

په پکتیکا کې د ولور یو معیار و ټاکل شو


د افغانستان نقشه. د پکتیکا ولایت په کې لیدل کېږي.

د افغانستان نقشه. د پکتیکا ولایت په کې لیدل کېږي.

رپورټ: نقیب اله متونوال، مشال راډیو

ښرنۍ
- د افغانستان پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې قومي اصلاحي شورا د قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملاتړ د نجونو د ولور لپاره پرېکړه کړېده.

تر دې وروسته به له ټاکل شوي نرخ پورته څوک خپلې خویندې لوڼه نه ودوي.

اصلاحي شورا وايي که څوک یې له ټاکل شوي نرخ پورته واده کړي، نو په قوم کې به په مړي ژوندي شړل کېږي.

په ډېرو سیمو کې نجونې د لوړ ولور له امله چې ځوانانو نشو پوره کولای، د خپلو نامزادنو سره وتښتېدلې.

د پکتیکا د یوسف خېلو ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي محمد اکرم اکرم وایې، چې نه یوازې لوړ ولور په اقتصادي لحاظ زیاتې ستونزې پیدا کړي بلکې ډېرځله ځوانې نجونې له کورونو تښتیدلي چې دا د کورنۍ لپاره لوی شرم بلل کېږي.

ده وویل: ((دلته خلک په ځانګړي ډول ځوانان له ګڼو ستونزوسره مخامخ ول او ځوانې نجونې هم له دې اړخه کړېدې. ان تر دې چې په ډېرو سیمو کې نجونې د لوړ ولور له امله چې ځوانانو نشو پوره کولای، د خپلو نامزادنو سره وتښتېدلې او دا دکورنیولپاره یوبل شرم شو.))

د پکتیکا د اصلاحي شورا غړی حاجي علي خان هم وایې چې لوړ ولورګڼې ستونزې پیدا کړي وې او حتا تر ۱۰-۱۵ لکه ولوره، نجونې ودېدې.
دا چې څه ډول د پکتیکا اصلاحي شورا دې پرېکړې ته ورسېده چې ټول په یوه اتفاق په ټاکل شوي ولور هوکړه وکړي په اړه یې د پکتیکا د اصلاحي شورا مشرحاجي عبدالحی صاحبزاده وایې چې دوی دا کار د یوې ټول پوښتنې یا ریفرینډم له مخې ترسره کړ.

دی وايي په دې ترځ کې یې پاڼې خپرې کړې او کلیو جوماتونو ته یې ولیږدولې او له ټولو خلکو یې نظریات پر واخیستل.

که دا پرېکړه څوک نه مني، نو په غم و ښادۍ کې به يې قوم ګډون و نه کړي.
عبدالحی صاحبزاده وویل: ((موږ د ټولو کلیو جوماتونو ته پاڼې ولیږدولې او د خلکو نظر مو وغوښت. بالاخره د ټولو جوماتونو را استول شویو ځوابونو لپاره مو یو کمیسون جوړکړ چې د خلکو نظرونه وارزوي. نو په نتیجه کې، د یوځوان لپاره چې واده یې نه وي کړی ، درې لکه کلدارې، د چا چې ښځه مړه شوي وي ۴ لکه کلدارې اوپه بله ښځه ۶ لکه کلدارې وټاکل شوې، اوپه ودونوکې پر نورو اضافي لګښتونو هم بندیزونه ولګول شول.))

که له دې تړونه څوک سرغړونه وکړي، نو د شورا غبرګون به څه وي؟ د دې پوښتنې ځواب صاحبزاده داسې راکړ: (( که دا پرېکړه څوک نه مني، نو په غم و ښادۍ کې به يې قوم ګډون و نه کړي. او یواځې، له شرعي اصولو سره سم، په لومړۍ ورځ، مړی به یې ښخوي او نور به ورسره نه کېني.))

د لوړ ولور پوره کولو لپاره د سیمې ډېر ځوانان په پردیو هېوادونو کې مساپر دي.
XS
SM
MD
LG