د لاسرسي ځای

په بلوچستان کې هدفي وژنې


په بلوچستان کې نا مالومه وسله والو پینځه کسان وژلي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي پېښه د نوشکي سیمې په نتوکرۍ کې شوې ده. د لیوي امنیتي ځواک د چارواکو له وینا سره سم، نا مالومه وسله والو په خلکو ډزې کړې دي. او په هم هغه ځای یې پینځه کسان ووژل. په بلوچستان کې له مودې راهیسې د هدفي وژنو پېښې روانې دي. تېره ورځ، د بلوچستان نیشنل پارټۍ یو مشر جمعه خان رییساني هم سره د دوو ساتونکو، او ډرېور ووژل شو. تر دې وروسته په بلوڅ مېشتو سیمو کې نن ویر دی او کاربندیز هم اعلان شوی دی.
XS
SM
MD
LG