د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ناروې بریدونه، ۸۷ وژل شوي


ناروې وايي د جمعې د ورځې تر بریدنو وروسته په هېواد کې د ګواښ سطح نه لوړوي.

د انصاف وزير کنوټ سټوربرګټ نن ويلي چې تر اوسه داسې هيڅ وجه نه ويني چې د خطرې سطح لوړه کړي. دی وايي دا کار یوه جنوني کس په خپل مټ کړی دی. تېره ورځ، د ناروې د یوټویا په جزیرې کې یوه کس د خلکو پر یوه ټولي ډزې کړې وې. تر دې وروسته نن پولیسو ویلي په یوټویا کې د ډزو پر مهال ۸۰ کسان وژل شوي دي. هلته په پلازمېنې اوسلو کې تر چاودنې وروسته اووه کسان وژل شوي دي. تر پېښو وروسته، پولیسو ویلي د بریدونو د تړاو په تور یې یو ۳۲ کالن کس نیولی دی. د هېواد د مشرانو په ګډون، ملګرو ملتونو، امریکا، برېتانیا، اوروپايي ټولنې او ګڼ شمېر نورو هېوادونو بریدونه غندلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG