د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا سینیټ پر پاکستان د مرستو بندولو بل رد کړ


د امریکا او پاکستان بیرغ
د امریکا او پاکستان بیرغ
ژباړه: حسیبه شهید، مشال راډیو

پراګ
- د امریکا د کانګرس یوې ډلې هغه وړاندیز رد کړ چې له مخې یې پر پاکستان ټولې مرستې بندیږي.

خو د کانګرس غړیو او پوځي افسرانو خبرداری ورکړی دی چې پاکستان ته د وسله والو د هڅو په برخه کې خبر ورکړل شوی دی.

د فرانسی خبري اژانس د رپوټ له مخې ،د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې د هغې بیل مخه ونیوله چې پکې غوښتل شوې دي چې پر پاکستان دې د دې لپاره ټولې مرستې بندې شي چې اسامه بن لادن د دې هیواد پوځۍ اکاډيمۍ ته نژدې وژل شوی دی.

د کانګرس پنځو غړیو موافقه راییه ورکړه او په مقابل کې یې نهه دیرش غړیو دغه طرحه چې د ریپلیکن د استازې ډانا روهراباچر له لورې یې ملاتړ کیده، رد کړه ډانا روهراباچر وویل ، په داسې وخت کې چې امریکا هڅې کوي چې په پورونو کې له کمښته ځان وژغوري ، له پاکستان سره مرسته احمقانه عمل دې.

فرانسی خبري اژانس لیکي،روهارباچر چې کله د وړاندې شوې بیل دفاع کوله دا هم وویل چې اوس امریکا لپاره هغه وخت رارسیدلی دی چې د هغهو مخه ونیسو چې په وړاندې یی دریږي. د نوموړې په وینا پاکستان دا ښکاره کړې ده چی د امریکا متحد نه دی.

خو له دې سره سره چې د دې بیل مخه نیول شوې ده بیا به هم د دغې بیل له مخې مرستې سختې کنټرول شي.
په دې رپوټ کې راغلي،امریکایی چارواکي له ډیرې مودې له سخت دریځو سره د پاکستان د استخباراتي اداری د اړیکو په باب پوښتنی پورته کړي.
په دوی کې د افغانستان د حقاني ډلې او د هند ضد لشکر طیبه سره تړاو هم شامل دې .

د امریکا د دویم پوځي مشر یا افسر په توګه نومول شوې ادمیرل جیمز واینیفیلد پاکستان د یو ډیر زیات ستونزمن پاټنر یا ملګري په توګه یادوي.

ده باور څرګند کړ او ویې ویل، چی په خواشنې سره پاکستان کلونه پخوا په ډير یو خطرناکه لار د پل ایښودلو پریکړه وکړه او خپلو ګټو خوندي ساتلو لپاره یی له دغو ډلو کار واخیسته د فرانسی خبري اژانس ددغه پوځي افسر له خولې زیاتوي ، چی په پاکستان باید فشار زیات وساتل شي او د ټولو هغو لارو چارو کار واخستل شي چې وښایو چی یو ښه ملګری باید څه ډول وی ترڅو دوې په دې حقیقت پوه شي چی حقاني شبکه د دوې خپل هیواد لپاره ګواښ دی او دوې هغه څه ګامونه پورته کړې چې امریکا یی له دوې غواړي.

د امریکا د پوځ مشر ادمیرل مایک مولین، وویل چی د پاکستان پوځ یا استخباراتو ادارې به ښايې خبریال سلیم شهزاد وژلې وي دغه خبریال په پوځ کې د اورپکو د ګډون رپوټ کړې وو.

د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشر واشتنګتن ته د سفر پر مهال د پآکستان د پوځ او ای ایس ای دفاع وکړه. ده دا خبره رد کړه چی کوم پاکستانی د بن لادن ملاتړ کړی دی. البته بن لادن هغه وخت ایبټ اباد ته تللی و چې لا هغه مهال پرویز مشرف ولسمشر و. خو پرویز مشرف په امریکا کې د وډرو ویلسم په نوم د کارپوهانو په نړیوال سڼټر کې وویل چې دی په ډاډ سره وایي، چی په دې جرم کې یی لاس نه درلود او خبر نه وو.
نور نو که څوک دا مني یا یې نه مني.

ای اف پي لیکي، مشرف زیاته کړه چې دا ممکنه ده چې پوځ یا ای ایس ای دا مسله له ده پټه کړی وي. خو دا هم سل په سلو کې په هیڅ ډول د منلو نه ده چې داسې دې شوې وي. ځکه چې مشرف خپله د پوځ سړی وو دوی او دا خلک هم دده وو.

د فرانسی خبري اژانس د رپوټ اخره برخه وایی،د ولسمشر اباما ادارې په رووستیو کې له پاکستان سره په دفاعي چارو کې له دوه اعشاریه اووه میلیارډه ډالرو نه دریمه برخه مرسته ځنډنۍ کړه
خو له پاکستان سره د مرستو په برخه کې ریپبلیکنانو هیله لره چې شپږ اعشاریه څلور میلیارډه ډالره مرستې پر پاکستان بندې کړي پر دې مسلې دوې شپې بحث وشو.

دغه پیسې به په هغه حالت کې بندیږي چې پاکستان له وسله والو سره جګړه و نه کړي . خو په سنټ کې د اوباما ډیموکراټ ګوند برلاسی دی دوی وایي چې دا مهمه ده چې د اوږدې مودې په مخه په پاکستان کې دیموکراسي غښتلې شي او تعلیم زیات شي څو بنسټ پال کمزوري شي.
XS
SM
MD
LG