د لاسرسي ځای

پېښور، یواځې د افغانستان د اوسېدونکو او پښتنو لپاره نه، بلکې په نړۍ کې د خپل لرغوني فرهنګ او د کاروبار د پخواني مرکز په نوم پېژندل شوی ښار، له مودې راهیسې د ترهګرۍ ښکار پاتې شوی دی.

موده مخکې د پښتونخوا خوږ ژبي شاعر رحمت شاه سایل د پېښور د نا امنۍ په اړه په یوه شعر کې ویلي ول:

ما خو در ته ټول عمر د ګلونو ښار ویلي دي
کله مې پېرزو شې په بمونو، پېښوره!!

تر دې وروسته بیا په پېښور کې څه موده ارامي وه، خو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې تر پیلېدو وروسته د پښتونخوا امن هم لاړ او په پېښور کې د نا امنۍ دومره پېښې وشوې چې د دې ښار د لیډي ریډنګ روغتون د بیړنیو او حادثاتو د خدماتو څانګه، د پاکستان په ټولو روغتونونو کې تر ټولو مصروفه څانګه شوه.

د نا امنیو او نا کراریو په دې کالونو کې، د پېښور دننه د فرهنګي هلو ځلو سلسله هم ودرېدلې وه، خو اوس بیا د پېښور په نښتر هال کې د موسیقۍ پروګرامونه کېږي.

د روانې میاشتې په منځ کې هم له نښتر هاله د موسیقۍ اوازونه را تلل او د پېښور پر ژوبلې فضا یې مرهم پورې کاوه.

د نښتر هال د همدې محفل حال درته د مشال راډیو هارون باچا په سندرو کې پېرلی دی او د سندرو امېل یې تر جوړ کړی چې هر مینه وال او اورېدونکي ته یې په غاړه کول غواړي.

راځئ چې موږ یې هم واورو، او تاسې یې هم!!

XS
SM
MD
LG