د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ملتپاله بلوڅ ووژل شو


کوټه: امنیتي سرتېري په بلوچستان کې د ګزمې پر مهال. دا انځور د ۲۰۱۰ز کال دی.
کوټه: امنیتي سرتېري په بلوچستان کې د ګزمې پر مهال. دا انځور د ۲۰۱۰ز کال دی.
رپورټ: خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه
- د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه خضدار کې د جمعې تر لمانځه وروسته، نا مالومه وسله والو، بلوڅ ملتپال جمعه خان رییسانی وژلی دی.

پولیس وايي جمعه خان رییساني سره د خپلو درو ملګرو هغه مهال وژل شوی دی، چې تر لمانځه وروسته کور ته روان وو.

د خضدار د پولیسو یوه چارواکي مشال راډیو ته تفصیل ورکړ: (( رییس جمعه خان، د هغه دوه ساتونکي، او یو موټروان په ډزو کې وژل شوي دي. په مرکزي جومات کې یې د جمعې لمونځ کړی وو او کور ته روان وو. په ګزګي سیمه کې پر نا مالومه وسله والو ډزې وکړې، چې ورسره څلور ځایه په هغه ځای کې ووژل شول.))

هلته، د بلوچستان نیشنل ګوند ویاند اغا حسن ویلي وژل شوی کس د دوی د ګوند مرکزي غړی وو.

دی وايي د جمعه خان د وژنې پر ضد یې ګوند د پینځو ورځو ویر او په بلوڅ مېشتو سیمو کې د کاربندیز او لاریونونو اعلان کړی دی.

د ګوند ویاند اغا حسن زیاتوي: (( موږ د رییساني د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کوو. د دې تر شا چې د هر چا لاس هم دی، چې تر دې مخکې یې زموږ د ګوند تر ۲۰ زیات کار کوونکي، غړي او مشران وژلي دي. دا هغه خلک دي چې پر سوله ییز سیاست باور نه لري.))

بلوچستان نیشنل ګوند، د بلوڅ ملتپالو ګوند دی او د پاکستان د ایین (اساسي قانون) تر مخې د بلوڅانو حق غواړي.

په همدې اساس هم، د دې ګوند او د نورو بلوڅ وسله والو ډلو تر منځ اختلاف موجود دی.
XS
SM
MD
LG