د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې نښته، ۱۰ وژل شوي


کراچۍ: د وژل شوي یوه کس د کورنۍ غړي په ویر دي. په کراچۍ کې د نښتې پر مهال یو شمېر کسان وژل شوي دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای دوه ویشتمه.
کراچۍ: د وژل شوي یوه کس د کورنۍ غړي په ویر دي. په کراچۍ کې د نښتې پر مهال یو شمېر کسان وژل شوي دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای دوه ویشتمه.
رپورټ: ظفر کریمي، مشال راډيو

کراچۍ
- د پاکستان د سېند صوبې په مرکز کراچۍ کې د تاو تریخوالي په پېښو کې ۱۰ کسان وژل شوي.

پولیس وايي د ملیر په سیمه کې د دوو ډلو تر منځ نښته شوې ده، او په پېښه کې اته کسان ژوبل شوي هم دي.

د سېند صوبې د کورنیو چارو وزیر منظور وسان وايي په نښته کې اووه کسان وېل شوي دي.

هلته د متحده قومي موومنټ یو مشر د وژل شويو شمېر ۱۳ ښيي.

د ایم کیو ایم لخوا د صوبايي اسمبلۍ غړی رضا هارون وايي په وژل شویو کې دوه د دوی د ګوند دي: ((سهار چې د صوبايي اسمبلۍ غونډه پیلېده نو زموږ د ګوند دوه کسان وژل شوي ول. د غونډې پر مهال، د حکومت پر باور سر بېره هم دا نښته و نه درېده.))

رضا هارون پر حکومت انتقاد وکړ او و یې ویل: (( که داسې حال وي نو بیا باید ښاریان خپله ساتنه پخپله وکړي. د قانون عملي کوونکیو ادارو کسان د پېښې ځای ته رسېدلي هم دي خو د هدفي وژنو مخه نه نیسي. نو د دې خبرې مانا دا ده چې دې خلکو ته د حکومت ملاتړ تر لاسه دی.))

هلته، د سېند د داخله چارو وزیر وايي اوس یې په سیمه کې وضع کنټرول کړې ده.
XS
SM
MD
LG