د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې نښته، ۱۰ وژل شوي


په کراچۍ کې د تاو تریخوالي په پېښو کې ۱۰ کسان وژل شوي.

پولیس وايي د ملیر په سیمه کې د دوو ډلو تر منځ نښته شوې ده. د سېند صوبې د کورنیو چارو وزیر منظور وسان وايي په نښته کې اووه کسان وېل شوي دي. هلته د متحده قومي موومنټ یو مشر د وژل شويو شمېر ۱۳ ښيي. د ایم کیو ایم لخوا د صوبايي اسمبلۍ غړی رضا هارون وايي په وژل شویو کې دوه د دوی د ګوند دي. نوموړي په حکومت انتقاد کړی دی چې پر ډاډ سربېره یې نښته و نه دروله. د سېند د داخله چارو وزیر وايي اوس یې په سیمه کې وضع کنټرول کړې ده.
XS
SM
MD
LG