د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نومیالي حمزه بابا پر مزار برید غندل شوی دی


د پښتو ژبې نومیالی شاعر او ادیب حمزه خان شینواری.
د پښتو ژبې نومیالی شاعر او ادیب حمزه خان شینواری.
رپورټ: مشال راډیو

پراګ
- د خیبر پښتونخوا نومیالیو شاعرانو، ادیبانو، لیکوالو، پوهانو او د ژوند له هرې طبقې خلکو د حمزه بابا پر مزار شوی برید په کلکه غندلی دی، او دا یې یو ناسم او بزدلانه کار بللی دی.

لیکوالانو او پوهانو ویلي د صوفي شاعر رحمان بابا پر مزار تر برید وروسته اوس د حمزه خان شینواري پر مزار برید ډېر ناوړه عمل دی.

نا مالومه وسله والو د قبایلي سیمې خیبر په لواړګي (په اوردو کې ورته لنډي کوتل وايي) کې د حمزه بابا پر مزار برید کړی وو.

د پولیټیکل انتظامیې د چارواکو له وینا سره سم، د پنجشنبې او جمعې ترمنځ د شپې پر مهال، وسله والو د حمزه خان شینواري پر مزار د لاسي بمونو برید کړی دی او له دېوالونو سره بمونه وتړل چې و چاودېدل.

حمزه بابا د پښتو ژبې نومیالی شاعر دی چې د ادبیاتو په تاریخ کې ورته د غزل د بابا نوم ورکړل شوی دی.

د چارواکو په خبره، په دې پېښه کې ځاني زیان نه دی شوی خو تر مزار د باندې یو دوکان او د مزار دېوال ته زیان رسېدلی دی.

د مزار د دېوال لوړ والی ۱۰ فوټه دی.

چارواکي وايي په برید کې د مزار وداني، کتابتون او یوه کوټه بچ پاتې شوي دي.

د مزار د چوکیدار ورور او عیني شاهد ساجد مشال راډیو ته د پېښې تفصیل ور کړ: ((بېګا د شپې داسې چل وشو چې نا مالوم تنان (کسان) راغلل او دلته یې [ډزې او چاودنې وکړې]. نو بس د هغوی په ځواب کې، چې دوی څه [کول] هغه موږ هم کول. یو بم یې شا ته ایښی وو، زورور بم وو. یو يې دلته مخې ته را ته ایښی وو. او باقي یې ګرنېډونه (لاسي بمونه) راخیستي ول.))

ساجد وايي چې د کتابتون ښيښې ټولې ماتې شوې دي او دوکان ته هم زیان رسېدلی دی.
د حمزه بابا د ادبي جرګې عمومي منشي کلیم شینواري له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د پېښې غندنه کړې ده: ((موږ د دې واقعې په سختو الفاظو سره مذمت کوو. او د پښتونخوا له ګورنر، او پولیټیکل اېجنټ خیبر اېجنسۍ دا مطالبه کوو چې په کار دی چې دلته [نور ځواکونه او سرتېري ځای پر ځای کړي] چې بیا داسې واقعه و نشي.))

کلیم شینواری وايي داسې ګامونه باید واخیستل شي چې بیا داسې کار ونشي.

هلته د لواړګي مرستیال پولیټیکل اېجنټ اقبال خټک مشال راډیو ته ویلي دي چې پر وخت یې د خاصه دارو ځواک سرتېري ور استولي ول چې دا مزار یې له الوزلو ژغورلی دی.

د خټک په خبره، هڅه کوي چې د مزار د امنیت لپاره نور خاصه دار ور واستوي.

په لواړګي کې موده مخکې د بابا جي یو زیارت هم په بمونو الوزول شوی وو.

حمزه خان شینواری د فلسفې د ماورای طبیعیات یا میټا فزکس د څانګې عالم وو او د شعرونو تر څنګ بېلا بېلې مقالې او نثري اثار هم لري.

حمزه خان شینواري ته د افغانستان اوسېدونکي او پښتانه حمزه بابا وايي او دی د پښتو ژبې د غزل په سر لښکرانو کې شامل دی.

په دې وروستیو کې، په ننګرهار کې استاذ اصف صمیم د حمزه بابا ټول اثار په نوې بڼه، او کمپیوټري پښتو په درې جلدونو کې را نغاړلي دي.

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان، زه دې بابا کړم


دا رپورټ له لواړګي د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري، او له پېښوره د مشال راډیو د خالد خان په زیار جوړ کړل شوی دی.
XS
SM
MD
LG