د لاسرسي ځای

که څوک یې مني که نه، له اسامه موږ نه وو خبر: مشرف


واشنګټن: د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف وینا کوي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۱مه.

واشنګټن: د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف وینا کوي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۱مه.

ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس

پراګ
- د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف ویلي هېواد یې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د ساتنې په مجرمانه کار کې لاس نه درلود. نوموړي همدا راز ویلي له دې نه وو خبر چې اسامه چېرې وو.

د امریکا په واشنګټن کې د یوې وینا پر مهال د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف وویل نړۍ او امریکا باید په دې قانع کړل شي چې د اسامه بن لادن مسله د مجرمانه لاس لرلو هغه نه وه، بلکې په دې کیسه کې ډېر لوی غفلت شوی دی.
((که څوک باور کوي او که نه)) خو موږ له اسامه نه وو خبر.

د امریکا ځانګړو ځواکونو د مې د میاشتې په دویمه نېټه په اېبټ اباد کې د عملیاتو پر مهال اسامه بن لادن وواژه.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې اسامه بن لادن په دې ښار کې له پینځو کالونو راهیسې اوسېده. د اسامه له وژنې سره د امریکا او پاکستان اړیکي خراب شول او د رویټرز خبري اژانس په خبره، امریکا په پاکستان شک کړی وو چې کېدای شي د اسامه بن لادن د ساتلو په معاملې کې لاس ولري.

پروېز مشرف ویلي په هغو پینځو کالونو کې چې ذکر یې کېږي، دی دوه کاله د پاکستان ولسمشر وو او په هغه وخت کې ((په پوره اعتماد)) ویلی شي چې پاکستان د اسامه په ساتلو کې لاس نه درلود او ((که څوک باور کوي او که نه)) خو دی له اسامه نه وو خبر.

۶۷ کالن جنرال پروېز مشرف په ۱۹۹۹ز کال کې د یوې کودتا له لارې په پاکستان واکمن شو او بیا یې په ۲۰۰۸ز کال کې د ولسمشرۍ له څوکۍ استعفا ورکړه.

نوموړي په واشنګټن کې د وینا پر مهال وویل د اسامه بن لادن په معاملې که شکوک او شبهات لرې کړل شي نو دا به د پاکستان او د امریکا تر منځ ((د باور او اعتماد د بیا پر حاله کولو د اغاز نقطه ثابته شي.))

جنرال پروېز مشرف وویل امریکا باید د پاکستان ځېنو حساسیتونو ته پام وکړي.

ده وویل امریکا باید د دوی د هېواد د خپلواکۍ، اټومي وسلې او هیند، او د وېشل شوې لانجمنې سیمې کشمیر په اړه هم غور وکړي.

پروېز مشرف د وینا پر مهال وویل پاکستان د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالفت کړی دی چې اکثر په کې بې ګناه کسان وژل کېږي.

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر زیاته کړه ((امریکا باید له پاکستان او هیند سره لا نور متوازنه چلن وکړي او دا پوهاوی ولري چې پاکستان، اټومي وړتیا د یوه موجود خطر له کبله لري.))
XS
SM
MD
LG