د لاسرسي ځای

افغان ملي اردو د نېټو له وتلو وروسته حالاتو ته تیاري کوي





سرچینه : ګارډین
ژباړه : بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو


ګارډین ورځپاڼه د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د افغانستان د ملي اردو د یوې ګزمې په اړه لیکي چې دا لومړی ځل وو چې دوي بلکل په خپل سر سیمې ته وتلي وو.

د دې عسکرو کپتان حلیم خان دا هم ضروري نه وه ګڼلې چې خپل امریکايي ملګري په دې خبر کړي چې دی له عسکرو سره یو ځای په ګزمه وځي. حلیم خان ویلي ، د پوځي افسرانو لپاره دا مهمه وي چې له دښمن څخه ونه ویریږي.

ورځپاڼه لیکي ، دا یو داسې څه وو چې د لویدیځ هغه چارواکي به یې خوشاله کړي وي چې په افغانستان کې د امنیت د چارو د سپارلو لپاره یې هرڅه په خطر کې اچولي دي.

ورځپاڼه زیاتوي ، داسې به په لنډ وخت کې ونه شي چې افغان ځواکونه په ژړۍ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په شان په یوه ورځ کې دوه ځله ګزمې ترسره کړي خو دوی د دې جوګه دي چې یو ځل داسې وکړي.

ګارډین لیکي ، په لومړي سر کې د افغانستان د ملي اردو لویه برخه نالوستي وو او د هغوي د روزنې لپاره مامور شوو شخصي روزونکو هم د دوي په روزلو کې د پام وړ پرمختګ نه وو کړی. له هغه وروسته امریکا شخصي روزونکي لرې کړل او د دوی د روزنې لپاره یې په لویه کچه پیسې خرڅول پیل کړل.

د ورځپاڼې په لیکنه یوازې به په روان کې د افغانستان د ملي اردو پر روزلو ۱۲ میلیونه امریکايي ډالر خرڅول کیږي کوم چې تر یوه حده د افغانستان د ټول اقتصاد برابرې پیسې دي.

ګارډین د یوه امریکايي پوځي کپتان مېکس فرګوسن له خولې لیکي چې په دې وروستیو کې د افغان ملي اردو د یوه غونډ مشر د پټ شوو اورپکو یوه ډله په ډاګه کړه او د هغوی د نیولو لپاره یوازې څلور عسکر هلته ورولېږل.

مېکس فرګوسن وايي که څه هم دا د امریکایانو په اصطلاح یو له خطره ډک هدف وو خو دا څلور افغان سرتېري ورغلل او هغه اورپکي یې ونیول.

ورځپاڼه لیکي ، پر دې سربېره بیا هم ډېر څه کولو ته اړتیا ده. د امریکایانو په فکر د افغانستان د ملي اردو په عسکر کې نظم و ضبط پیاوړی کول غواړي . د بېلګې په توګه چې د سهار پر پنځه بجې دوی ته پر ګزمه د وتلو ویل شوي وي نو دوی پر پنځه بجې راپورته کیږي او بیا له هغه وروسته تیاري کوي خو امریکايي سرتېرې دوی ته تیار ناست وي او انتظار کوي.

ورځپاڼه لیکي ، افغان ځواکونه دا هم شکایت کوي چې دوی ته د درنو وسلو ، ټېنکونو او جنګي الوتکو د استعمال اجازه نه ورکول کیږي .

خو ورځپاڼه ګارډین د امریکا د کېلیفورنیا ایالت د یوه پوځي پوهنتون د پروفېسر ټام جونسن له خولې لیکي داسې نه ښکاري چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به افغان ځواکونه لاسته راوړنې ولري ، هغه ځکه چې د اپرېل په میاشت کې د امریکا د دفاع د وزارت د یوه رپوټ له مخې په ټول هیواد کې یوازې یو داسې پلیټون وو چې په خپل سر عملیات تر سره کړي.

ورځپاڼه زیاتوي ، مهمه پوښتنه دا نه ده چې افغان ځواکونه به د ګزمو جوګه شي او که نه ، بلکه پوښتنه دا ده چې امریکا به د دوی د خرڅونو پوره کولو ته دوام ورکړي او که نه؟

امریکا دا وخت په افغانستان کې د خپل پوځ پر عملیاتو په یوه کال کې ۱۲۰ اربه ډالر خرڅوي. او د یوه اټکل له مخې تر ۲۰۱۴م کال پورې به د افغانستان ملې اردو او پولیسو ته د کال له ۶ څخه تر ۸ بیلیون ډالر په کار وي. دا به د امریکا له خوا اسرایل او مصر ته تر ورکول کېدونکو مرستو زیاتې پیسې وي.
XS
SM
MD
LG