د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې یو افغان کمندان وژل شوی


په پشین کې د افغان کډوالو د سرانانو پنډغالی
په پشین کې د افغان کډوالو د سرانانو پنډغالی


دبلوچستان دپشين په يوه افغان کډوال کمپ سرانان کي دافغانستان يوکمندان وژل شوی. ددې کمپ څوکډوالومشال راډيو ته وویل نامالومه وسله والوکسانوپه پر کمندان محمدسلیم خان تیره شپه دسرانانو په بازار کي ډزي وکړې، او ويې واژه.

افغان کډوال زیاتوي کمندان څلور ورځي له مخه همدې کمپ ته راغلی وو. له سیمي څخه سرکاري چارواکودنوم دخپرولوپه شرط مشال راډيوته پېښه تایيدکړې او زیاتوي بریدکوونکي يې نیولي دي.

سرکاري چارواکي وايي، همداکسان چي اوس نیول شوي تردې له مخه هم په بلوچستان کي دناټوپه اکمالاتي کنټينرو په بریدونوکي دپاکستان امنیتي ادارو ته مطلوب وو.

بي بي سي راډيو دخپلوسرچینوپر اساس لیکي د وژل شوي کمندان محمدسلیم خان د وژني پړه طالبانو پرغاړه اخیستې ده. دیادولو وړ ده چي يواځي دوې ورځي وړاندي دپشين له يوه بل افغان کډوال کمپ څخه ديوې مرستندویه موسسې اته کارکوونکي نامالومه وسله والوکسانووتښتول. چي تردې دمه يې لاهم هیچا دتښټولو پړه پرغاړه نه ده اخیستې.
XS
SM
MD
LG