د لاسرسي ځای

پېټریاس:پاکستان باید په شمالي وزیرستان کې ترهګر وځپي


امريکايي جنرال ډیویډ پیټریاس به اوس د سي آی اې مشر جوړېږي

امريکايي جنرال ډیویډ پیټریاس به اوس د سي آی اې مشر جوړېږي


د امریکا د استخباراتي ادارې سی آی اې راتلونکي مشر جنرل ډیو‌ډ پيټرس ويلي د پاکستان د تر هګرو پر ضد عمليات متاثره کوونکې دي خو دوی په شمالي وزيرستان کې د القاعدی سره تړاو لونکو نورو عناصرو او په بلوچستان کې د طالبانو د قابو کولو لپاره نورو هڅو ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو د کماندې د سپارلو وروسته جنرل ډيوډ پيټريس امريکا ته د ستنيدو په مهال په پيرس کې خبريالانو سره خبري وکړې.

د فرانس خبري اژانس اې ايف پي وايی نوموړي وويل چې دی د القاعده پر ضد جګړه کې پاکستان يو باوري ملګری ګڼي. ده زياته کړه د دواړو هيوادونو تر مينځ اړيکي په يوه مشکله مرحله کې دي.خو د ده په وينا بيا هم دواړه هيوادونه له يو بل سره کار کولو ته ضرورت لري. جنرل ډيوډ پيټريس به ډير ژر د سي آی اې مشری پر غاړه واخلي.
XS
SM
MD
LG