د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام د امریکا او فرانس سفیرانو ته خبرداری ورکړی چې له دمشقه ونه وځي



شام د امریکا او فرانس سفیرانو ته خبرداری ورکړی چې بې له اجازته دې د پلازمينې دباندي نه وځي. د شام د بهرنيو چارو وزير وليد ال معلیم ويلي حکومت به په ډیپلوماټانو نوی بنديز لګوي چې له پلازمينې دمشق څخه د پنځويشت کلوميټر ه ساحې بهر سفر نه کوي.

نوموړي زياته کړې که د امريکا او فرانس استازو د حکم خلاف ورزي وکړه نو شام به پر ټولو ډيپلوماټانو له دمشق څخه په بهر وتو بنديز و لګوي. دا خبرداری په داسي وخت کې ورکړل شوی چې دوې اونۍ له مخه دیپلوماټانو د حما ښار سفر کړی وو.

دا ښار د ولسمشر بشارالاسد پر ضد د ولسي پاڅون مرکز ګرځېدلی دی. فعالين وايی په شام کې په حکومتي کاروايانو کې تر اوسه پوري شپاړس سوه کسان چې په کې زياتره غير مسلح مظاهرچيان دي وژل شوي دي. حکومت په نږدي ټولي بهرنی ميډيا بنديز او يا يي پرې محدودیتونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG