د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان:"امریکايي مرستې د یاغیانو لاس ته لوېږي "


د امريکا يو حکومتي آډیټ چې د پیسو حساب کتاب څاري وايي، په افغانستان کې کيدای شي د مرستو پيسي د غفلت له وجې د ياغيانو د مالي مرستي او په هيواد کې درغليو سبب ګرزي.


رپورټ په افغانستان کې د بيارغوني لپاره د امریکايي ځانګړي انسپکټر جنرل له خولې وايي، د مالي کنټرول نشتوالی او د افغان چارواکو له لوري د درغليو د کيسونو نه تعقيبول د امريکا لخوا په لويه پيمانه د پيسو لګولو اغېز او اثر له خطر سره مخامخ کړی دی.


رپورټ زياتوي د امريکا نغدې مالي مرستي چې د افغان اقتصاد پرې رغول کېږي ،د امریکا حکومت کوټلي ګامونه اخیستل پکار دي چې د پیسو د د غلا غوليو يا د ياغي ډلو لاس ته نه ورتلل باوري کړي. خو رپورټ وايي دوی ليدلي چې د امريکا ادارې پر پيسو کافي موثره کنټرول نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG