د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار :د ۵ میلونو ډالرو په ارزښت پروژې پيلېږي




بازمحمد عابد جلال اباد

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالۍ ادارې/ یونسیار د یو این ډي پي/ د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې او د افغانستان د کډوالو وزارت سره په ګډه د دریو کلونو له پاره په ننګرهار او د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې د سلو میلونو ډالرو په ارزښت د ټولګتو پروژو دپیلدو اعلان وکړ.

د دې پروژو پیل به د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د سراچې له کلي نه کوي چې له یومیلون څخه تر پنځه میلونو ډالرو پورې به پرې مصروفوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې/ یونسیار د اړیکو او پروګرام یو تن مسوول محمد ایمل خبریالانو ته په دې حقله څه داسې وویل،" دغه پروګرام چې تاسو یې نن شاهدان یاست، نوي پروګرام دی چې یونسیار به یې د یو این ډي پي او د افغانستان له دولت سره په ګډه پلی کوي، چې د راستنیدونکو کډوالو سره به په بیلابیلو برخو کې مرسته کوي. په ټول افغانستان کې به د سلو ملیونو ډالرو په لګښت دا پروګرام پلي کیږي چې په ننګرهار کې به د یو میلیون نه واخله تر پنځه ملیونو په ارزښت بیلابیلې پروژې پیل شي٬٬


د ننګرهار ولایت مرستال محمد حنیف ګردیوال وايي چې دا پروګرام به د ولسوالیو په کچه د انکشافي شوراګانو د غوښتنو په بنیاد په شپیته کلیو کې تر سره شي،" په لومړي سر کې یې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د سراچې کلی په پام کې نیولی. یونسیار یو معیار لري چې کوم ځای ډیر کډوال راستانه شوي وي او هلته د مرستو او پروژو اړیتا لیدل کیږي، دوی به د ننګرهار د اړوندو ریاستونو سره په همغږۍ دې علاوه په شپیته کليو کې هم پراختیایی کارونه پیلوي. په ولسوالیو کې به د انکشافي شوراګانو سره په توافق پراختیایي کارونه پر مخ بیايي.٬٬

د بهسودو ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر ملک نعمت الله خوښي څرګنده کړه چې په سیمه کې یې د نړیوالو ادارو له خوا پراختیایی کارونه پیلیږي،" موږ سل په سلو کې خوشحاله یو چې دغسې ګټورې پروژې پیلیږي. ځکه چې زموږ ولسونه ډیر غریب او بیچاره دي او اکثره یې کډوال وو. زموږ په سیمه کې سربندونه او ښوونځي یا خو نشته او که وي هم په نیشت حساب دي. نو زموږ غوښتنه دا ده چې د زراعت، صحت او تعلیم برخه کې دې دغسې ګتورې پروژې موږ ته پلي کړي.٬٬

یاده دې وي چې د دې پروګرام له لارې به بیلابیلې پروژې لکه کلینیکونه، ښوونځي، سربندونه، د بجلۍ واړه واړه ډیمونه او د ښوونځیو ودانیو ته پراختیا ورکول کیږي.
XS
SM
MD
LG