د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:د ملازمت لپاره د عمر حد ۴۰ کاله



نیازموسی خیل،کوټه

د بلوچستان وزیراعلی،نواب اسلم رییساني په ټولو سرکاري محکمو کي د ملازمت د ترلاسه کولو لپاره د عمر آخري حد له ۳۰ کالو نه سیوا کړی او د ۱۰ کلو خصوصي رعایت ورکولو اعلان یې کړی.

دمحکمه عمومي نظم و نسق د خبر پاڼې له وینا،دغه رنګه به اوس هر هغه ځوان د سرکاري ملازمت د تر لاسه کولو اُمیدواره وي،چې عمر یې تر ۴۰ کالو پوري وي.

. د بلوچستان د کوالټي ایجوکیشن یا د غوره تعلیم محکمې صوبایي وزیر،جان علي چنګیزي مشال ریډیو ته وویل،چي له تیرو څو کلو څخه خلکو ته د روزګار موقعې نه دي تر لاسه شوي.ټول شپاړسم او څوارلسم پاس ځوانان د زیات عمر خاوندان شوي،نو ځکه حکومت دا پریکړه وکړه

صوبایي وزیر،جان علي چنګیزي زیاته کړه:٫٫موږ دا غواړو چي کوم با صلاحییته ځوانان تر اوسه یواځي د عمر له وجي د ملازمت په ترلاسه کولو کي ناکامه شوي،هغوي له دې موقعې ګټه واخلي.موږ په دې نوي کال کي هم تر ۶ زرو نه زیاتي نوکرۍ را ایستلي دي او زموږ به هڅه دا وي چي زیات نه زیات ځوانان په سرکاري محکمو کي ځایي کړو،په خاصه توګه هغه، چي عمرونه یې زیات شوي.٬٬

یو ځوان سمیع الله،چي د سرکاري ملازمت لپاره ټاکل شوی حد،۳۰ کاله یې تیر کړي او د ده په وینا،چي ډیر مایوسه دی،د حکومت له دې پریکړي ډیر خوشحاله مالومیږي.هغه وویل،چي د ده په شمول،د ده ډیر ملګري د زیات عمر له وجي مایوسه شوي وو،ولي چي له ټاکل شوي حد نه وروسته هیڅوک هم ملازمت ته امیدواره نه شي کیدای،خو اوس هغوي هم خوشحاله دی .

ځوان،سمیع الله زیاتوي،الله مالک دۍ،له دې رعایت څخه به یوه نه یوه ورځ ګټه واخلي او ژوند به یې یو څه برابر شي.

یو بل ځوان محمد سلیمان ترین،هم فکر کوي چي د حکومت له دې پریکړي څخه به ګڼ ځوانان ګټه واخلي او دا به د ده په وینا،د بیروزګارۍ په ختمولو کي مهم رول ولوبوي.

محمد سلیمان ترین زیاتوي،د مخکي د عمر اخري حد ډیر تاواني وو،ولي چي کله به یو ځوان څوارلسم (بي،اې) یا شپاړسم (ایم،اي) وکړه،نو د ده عمر به تر ۲۶ یا ۲۷ کلو پوري ورسیدۍ.دوه یا درې کاله به ده د ملازمت په لټون پسي تیر کړل،دغه رنګه به یې ۳۰ کاله پوره شو او دی به په راتلونکي کي د ملازمت لپاره نا اهله وګرځیدۍ،محمد سلیمان زیاتوي،مګر اوس هیله ده چي ځوانان به په بې فکرۍ سره زدکړي تر سره رسوي او بیا به د ملازمت د تر لاسه کولو د پاره هلي ځلي کوي.

په بلوچستان کې په سرکاري محکمو کې د ملازمت د تر لاسه کولو لپاره د عمر آخري حد ۳۰ کاله دۍ،خو اوس له دې اعلان نه وروسته به تر تر ۴۰ کلو عمر پوري ځوانان امیدواره کیدای شي. دلته دا خبره هم یادول ضروري ده چي د عمر په زیات نه زیات حد کي ورکړل شوی دا رعایت به عارضي وي او د کال ۲۰۱۳ د جون تر ۳۰ مي نیټې پوري به کارول کیدای شي.حکومت وایي،له دې نیټې وروسته به دوي بیا د رعایت ورکولو یا نه ورکولو په اړه سوچ وکړي.
XS
SM
MD
LG