د لاسرسي ځای

د حنارباني کهر ټاکنه د پاکستان د منځلاریتوب په مانا نه ده




د امريکا فارن پالیسی مجلې د پاکستان د بهرنيو چارو د نوې ټاکل شوي وزيري حنا ربانی کهر په اړه تر دې عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې چې په پاکستاني سیاست کې لا اوس هم نارينه بر لاسي دي .


د مقالې ليکواله هما امتياز وايي چې حنا رباني کهر د پاکستان په تاريخ کې لومړۍ او کم عمره پارليماني غړې ده چې د بهرنيو چارو وزيره جوړيږي خو دا پوښتنه را پورته کوي چې آيا دا داسي کار دی چې موږ ورباندي خو شاله شو؟

د فارن پالیسی ليکواله هما امتیاز د حنا رباني کهر پر شخصیت رڼا اچوي او وايي چې کیدای شي دا تعليم یافته او محنتي ښځه وي خو د بهرنيو چارو د وزيری په جوړيدو کې ددې د مهارتونه او د سياسي پوهه کمال کم دی، بلکه دا چوکۍ هغې دسياسی نفوذ له لاري لاس ته راوړې ده.

نوموړې وايي چې حنا ربانی کهر د بهرنيو چارو د وزيري جوړيده د ښځو له حقونو سره خاص کار نه لري.

ددې په وينا بله خبره داده چې په پاکستان کې خارجه پاليسي د منتخب حکومت نه بلکه د پوځ په لاس کې وي. نو داسي ښکاري چې د حنا ربانی کهر رول به د يوې دورانديشی نه بلکه هسي د يوې منتظمي وي.

هما امتياز ليکي په پاکستان کې چې کله هم ښځي د واک پر چوکی کېنول شوي دي نو هغو په عملي ډګر کې د پاکستاني ښځو لپاره هيڅ بدلون نه دی راوستی.

ددې لپاره ليکواله د بې نظير بوټو حواله ورکوي چې کله په ۱۹۸۸ م کال کې د پاکستان وزير اعظم و ټاکل شوه نو دا د پاکستان په تاريخ کې لومړۍ او کم عمره پارليماني غړې وه چې وزير اعظمه شوه.

دا وايي نارينه تنګ نظره غواړي ښځې د بندو دروازو شاته و تړي، دوی ته د حقونو ورکولو پر ځای د دوی د ګټي د قانون سازي مخه ونیسي او يا بيا دا خبره وکړي چې ښځي ژوندۍ ښخول د دوی د رواج برخه ده.

خو د هما امتياز په وينا دې په خپله وزير اعظمي کې و نکړی شو چې په حدود آرډيننس کې بدلون راولي.

ليکواله بيا د پاکستان د ښځینه پارليماني غړو لکه شیری رحمان، فرزانه اصفهاني، تهمينه دولتانه، سسی پليجوو عاشق فردوس اعوان او د ماروي ميمن د مختلفو کارنامو ذکر کوي خو وايي چې حقيقت دادی بيا هم له دوی سره سپک او ځورونکی چلن کيږي.

ليکواله هما امتياز د يوې بلي خبرې ذکر هم کوي او وايی ښځې په خپلو سياسي ګوندونو کې د نارينه ملګرو له مخالفتونو سره مخامخې وي.

دا وايي نارينه تنګ نظره غواړي ښځې د بندو دروازو شاته و تړي، دوی ته د حقونو ورکولو پر ځای د دوی د ګټي د قانون سازي مخه ونیسي او يا بيا دا خبره وکړي چې ښځي ژوندۍ ښخول د دوی د رواج برخه ده.

په پای کې د فارن پالیسی پاکستانۍ ليکواله هما امتياز وايي چې د حنا رباني کهر د بهرنيو چارو د وزيرې د جوړيدو په دې موقع بايد د پاکستان د اعتدال پسندۍ جنډۍ پورته نکړل شي او نه هم پکار دی پیپلز پارټی ځان ته د لبرل د سند ورکولو لاپې ووهي.

لیکواله وايي دا هر څه به هغه وخت کوو کله چې حنا رباني کهر په عام انتخاباتو کي نشست و ګټي، دا د خطرونو پرته په ښکاره خپل انتخابي کمپین و چلوي او بيا دې هغې ته د قابليت پر بنیاد وزارت ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG