د لاسرسي ځای

په پېښور کې پر پولسی چوکی برید شوی


د پیښور سره نیږدې د متنو په سیمه کې تېره شپه نا معلومه وسله والو د پولیسو په چوکۍ برید کړې.

پولیس وایي وسله والو پر دوي ډزې وکړې چې په جوابي کاروایی کې دوه برید کونکي وژل شوي دي. د دوی د وینا تر مخه په دې کې یو لاروی کس هم وژل شوې او څلور پولیس واله زخمیان دي.

له دې نه وړاندې هم وخت په وخت په دې سیمه کې په پولیس وسله وال بریدونه شوي دي.

بل خوا د پیښور سره نیږدې د بډه بیرې په شیخان سیمه کې نا معلومه وسله والو د هلکانو یو سکول په بارودوالوځولی دې.
XS
SM
MD
LG