د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني جاسوسانو د امریکا یانو خپلولو لپاره میلیونونه ډالر لګولي


د کشميري امریکایی شورا مشر سید غلام نبي فای د جاسوسۍ په تور ونیول شو
د کشميري امریکایی شورا مشر سید غلام نبي فای د جاسوسۍ په تور ونیول شو
د امریکا د انصاف وزارت ويلي د پاکستان جاسوسي ادارې له تېرو شلو کلونو راهیسې په کانګریس او سپینه ماڼۍ کې د دواړو ګوندونو په غړیو کې د اثر رسوخ موندلو لپاره په پټه میلونونه ډالر لګولي دي.

د امریکا واشنګټن پوست ورځپانه په دې اړه لیکي چې د امریکا فیډرالي پلټونکې ادارې ایف بي آي کارکونکو د کشميري امریکایی شورا مشر سید غلام نبي فای ددغه پټو هڅو سرغنه ګرځولی چې د دوی دادعاو له مخې د پاکستاني جاسوسي ادارې تر څارنې لاندې یی کار کړې چې په کانګریس کې نفوذ پیدا کړي او له سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنو چارو وزارت سره تعلقات جوړ کړي.

واشنګټن پوسټ لیکلي دا ادعاوې پر یوه داسې ګړۍ رامخ ته شوې چې د پاکستان او امریکا تعلقات تر بل هروخت په کړکېچڼ پړاو کې دي چې زور یې اله واخیست چې کله د امریکا ځانګړو سمندري ځواکونو لخوا د خیبر پښتوخواپه ایبټ آباد کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو .په دې سره د پاکستان حکومت سخت وقهرېدلی .پاکستان په دې نژدو اونیو کې د امریکا تر سلو ډېر پوځي سلاکاران له خپله ملکه پسې واخیستل.خو د اوباما ادارې بیا اعلان وکړچې له پاکستان سره د ۸ سوه میلیون ډالرو مرسته یې ځڼدولې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي د امریکا په الېکزېندریا کې د فای او دهغه د یو بل مدافع ظهیر احمد خلاف جنايی مقدمه کښل شوې ده چې له اوږدې مودې راهسیې د پاکستان استخباراتې چارواکي چې تر پردې شا ته کشمیري شورا کنټرولوي په پټه سازشونه جوړوي ،دوی په واشنګټن کې د لویو غونډو ترتیبولو لپاره مالي مرستې ورکوي،د کانګرس د غړيو کشمیر ته بیولړ انتظام کوي او د امریکا د بهرنو چارو وزارت او د سپینې ماڼۍ چارواکو سره یې لیده کاته کړي.

واشنګټن پوسټ د امریکايي فیډرالي پلټونکې ادارې له خولې وايي دغه ډلې ته هرکال د پاکستان حکومت ۷ لکه ډالر ورکړېدي.او په امریکا کې دوو لویو سیاسي ګوندونو لکه ډموکراټ او ریپبلیکن ته یې چندې ورکړې.چې د امریکايي قانون له مخې بهرني وګړي د امریکا په انتخابي منډو ترنډو کې چندې نه شي ورکولای.

واشنګټن پوسټ لیکي په ۶۲ کلن فای او ۶۳ کلن احمد چې دواړه د امریکا شهریت لري د ګل یا سه شنبې ورځ تور لګول شوی چې د انصاف وزارت سره د قانوني راجسټر کېدو پرته یې د یوه بهرني هیواد لپاره د اجنټانو په توګه کار ترسره کړی.که پر دوي تور ثابت شي نو تر پنځه کاله پورې به د قید سزا ورته ورکول کېږي.

امريکايي چارواکي وايي احمد په پاکستان کې اوسېږي چې لا هم نه دی نیول شوی.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارتخانې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې او وايي چې فای پاکستاني شهري نه دی او د سفارت خانې ویاند وايي چې ددغه مقدمې به اړه هیڅ مالومات نه لري.
XS
SM
MD
LG