د لاسرسي ځای

حنا رباني کهر د بهرنو چارو وړومبۍ ښځه وزیره



پاکستان د خپل خارجه چارو وړومبۍ ښځه وزیره ټاکلې ده.

د خارجه چارو وزارت لخوا په بیان کې راغلي چې حنا رباني کهر د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو کم عمره د خارجه چارو وزیره ده.

نوموړې چې څلور دېرش کلنه ده، وړاندې یی د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې په توګه دنده تر سره کړې.

دا چوکۍ له هغه وخت نه خالي وه کله چې شاه محمود قریشي په کابینه کې د بدلون له امله پر خپله دنده بیرته ونه ټاکل شو.

د څېړونکو په اند په داسې حالاتو کې د حنا رباني کهر د بهرنو چارو د وزیرې په توګه ټاکل کېدل چې د پاکستان له خپل دودیز نړیوال ملګري هیواد امریکا سره تعلقات کړکېچن شوي دي،او ددې برسېره له افغانستان او هند سره یې هم اړيکي تاوجن دي یو چېلنج دی.

او خپله دددغه هیواد ډېری سیاسي ګوندونه په دې اند دي چې د پاکستان ولسي حکومت په خارجه چارو کې ډېر واک نلري بلکه ددغه ملک ایسټېلیشمنټ د بهرنو چارو تګلاره جوړوي.نو د بهرنو چارو د وزیرې په توګه د حنا رباني کهر ټاکل کېده هم تر ډېره یو سمبولیک ارزښت لري.
XS
SM
MD
LG