د لاسرسي ځای

په پکتیکا کې وسله طالبان په زور عشر ټولوي


د افغانستان د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه

د افغانستان د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه

دافغانستان د پکتيکا ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې په دې ولايت کې وسله وال طالبان د دوی کورونو ته ورځي او بې له دې، چې د غريب او مالدار توپير وکړي په زور عشر او زكات ترې اخلي.


دوى له دولته غوښتنه کوي، چې په دې برخه دې ورسره مرسته وکړي او د وسله والو طالبانو مخه دې ونيسي.

دوی وايي، چې وسلوالو طالبانو لومړى د دوى په جوماتونو کې شپې پاڼې خپرې كړې وې او بيا يې په جوماتونو كې د اعلان له لارې هم له خلکو وغوښتل، چې دوى ته دې د خپلو غنمو عشر ورکړي.


په دې اړه د مټا خان، زيړوك او ارګون ولسواليو اوسيدونكي وايې، چې يو شمېر وسله وال طالبان د دوی کورونو ته ورځي او بې له دې، چې د غريب او مالدار توپير وکړي، د غنمو عشر ترې اخلي.

دوى له دولته غوښتنه کوي، چې په دې برخه دې ورسره مرسته وکړي او د وسله والو طالبانو مخه دې ونيسي.

د پكتيكا د والي وياند مخلص افغان وايي،چې دوى هم دا خبرې اوريدلي خو زياتوي چې په ټو له پكتيكا كې د دولت حاكميت دى او په خبره يې چې مخاليفين نشي كولاي په خلكو خپلې غوښتنې ومني.

بل پلو په سيمه کې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد مشال راډيوته وويل، چې په پکتيکا ولايت کې يې له خلکو څخه د عشر او زكات غوښتنه کړې، خو په چا باندې يې په زور دغه غوښتنه نه ده تطبيق کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پکتيا د ګردې څېړۍ ولسوالۍ يو شمېر کورنۍ د وسله والو طالبانو له ويرې خوست او ګردېز ته په کډه کولو مجبورې شوې وې.

دغو كډوالو ويل، چې وسله وال طالبان د شپې له خوا د دوی پر کورونو بريدونه کوي او له دوى ډوډى غواړي.

خو وسله والو طالبانو دغه خبره رد کړې او ويلي یې وو، چې په ياده شوې سيمه کې يې يوازې له دوو کورنيو سره ستونزه درلوده، چې وروسته حل شو
XS
SM
MD
LG