د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته د ولسمشر اصف علي زرداري دسفر موخه


د افغانستان ولسمشر حامید کرزی له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره روغبړ کوي
د افغانستان ولسمشر حامید کرزی له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره روغبړ کوي
حسیبه شهید پراګ

نن د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د افغانستان په یوه ورځنې دوره وو

د پاکستان د بهرنیوچارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې ولسمشر زرداري به په دې دوره کې چې اصلي هدف يی د افغان ولسمشر حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي د وژل کیدو غمرازي ښودل شوي له خپل سیال سره د دواړو هیوادونو ترمنځ په بیلابیلو مسلو خبری اترې وکړي.


په افغانستان کې د سیاسي چارو یو شمیر سیمه ییز کارپوهان وايي، کابل ته د پاکستان د ولسمشر سفر له افغان ولسمشر سره د ورور په وژنه یی د غمرازې سر بیره ترشا نورې خبرې لري.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې په دې تیرو لسو ورځو کې د افغان ولسمشر د ورور احمد ولي کرزي د وژل کیدو ترڅنګ دوه نورې ملي څیرې چې ولسمشر حامد کرزي ته نږدې وې ووژل شول . په دوې کې د د ولسي جرګې غړې محمد هاشم وطنوال او د ولسمشر سلاکار جان محمد خان شامل دي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد یونس فکور وايی ، په داسی حال کې چې ددغو کسانو د وژل کیدو پړه په سیمه ییزو استخباراتو او غیرمستقم آی اېس آی اچول کیږي ، نو د غمرازې داسفر به څه معنې ولري.دی زیاتوي، د پاکستان تلاش دا دی چې افغانستان له خپلو نړیوالو او سترتیژیکو ملګرو څخه را ګوښه کړي او په سیمه ییزه تړونونو کې یېږیوه موخه به یې هم دا وي چې نن پر کرزي په رښتییا هم غم دی.په دې وخت کې یو څوک ورته راځي له یوې خوا یې چاکلېټ په لاس کې دی له بلې خوا ورته وايي ما نه درته ویل چې له چین سره به اتحاد وکړو او زما خبرې ومنی.٬٬

افغانستان ته د پاکستان ولسمشر سفر په داسې حالاتو وشو چې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکي کړکیچن شوي دي. دواړه لورې پر یوه بل تور پورې کوي چې د هغوی پر خاوره ډزې کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس ویلي، پاکستاني طالبان د دغه هېواد پرضد له افغان خاورې بریدونه پلانوي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د طالبانو دوه جګپوړي جنګي قومندانان مولوي فقیر محمد او مولانا فضل الله دا مهال له افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه کوي.

دغه نن هم رویټرز اژانس د پاکستان د استخباراتو د چارواکو په وینا خبر ورکړی دی چې د افغانستان له لورې د پاکستان دننه د جنوبي وزیرستان په سیمه کې د هاوان ډزې شوې دي او څلور ملیشه سرتېري وژل شوې دي.

بل لور ته افغانستان چي پخوا یې د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې یو شمېر کړۍ له طالبانو سره په مرسته کولو تورنولې اوس دا خبره کوي چې په کونړ او ننګرهار کې پاکستاني پوځ پر ملکي افغانانو ډزې کوي او په لسګونو کسان تر اوسه په څه باندې یو میاشتې کې د دغو ډزو له امله وژل شوې دي.

یو شمیر سیاسي کتونکي بیا د اسلام اباد اندیښنه د پولې د ډزو تر مسلې ورها خوا یادوي او څرګندوي چې امریکا له هند سره اړیکي ښه کړې دي نو اسلام اباد باید کابل ته ورنژدې شي. په کابل کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لیوال په دې اړه وویل ،دوه مسلې ډېرې مهمې دي یو هغه زیاتېدونکی فشار دی چې پر پاکستان باندې ورځ پر ورځ احساسېږي.دا فشار هم د نړیوالې ټولنې لخوا دی،د امریکا د مرستو د بندېدو تر بریده او هم په داخل کې د یو شمېر جګړو او دبمي حملو فشار دی چې د پاکستان پر ملکي حکومت باندې ورځ پر ورځ زیاتېږي.٬٬


که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د هند په سفر ده او هلته له هندي چارواکو سره د ستراتیژیکو اړیکو په اړه خبرې کوي همداراز د ترورزم ضد مسلې په اړه خبرې کوي خو بل لور ته امریکا د همدې جګړې په اړه له پاکستان سره خپلو خبرو ته د تیرپه شانې دوام ورکوي د روانۍ میاشتې په لومړیو کې د افغانستان، پاکستان او امریکا ځینې جګپوړي پوځي چارواکي د پاکستان په شمال لوېديځ کې سره جرګه شول، چې پر پوله د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو او بریدونو پر سر وغږېږي.

له دغې غونډې وروسته هم څه نتیجه ترلاسه نه شوه نو اوس به وکتل شی چې د ولسمشر زرداري د سفر په ترڅ کې به دا ستونزه تر څه بریده هواره شي.
XS
SM
MD
LG