د لاسرسي ځای



د امريکا په واشنګتن پوسټ ورځپاڼه کې کيرن بوليارډ په کراچی کې د روان تشدد په بيلا بيلو اړخونو رڼا اچولې ده. ليکواله د جګړي د قربانيانو د خپلوانو له خولې ليکي چې په کراچۍ کې وسله والې ډلې د خپلو ګتو لپاره وژنې کوي.

د واشنګټن پوسټ ليکواله د کراچۍ تشدد ته په تاريخي تناظر کې ګوري او وايي په۱۹۴۷ م کال کې پاکستان له هند څخه بيل شو او داډول ددې هيواد ژبنۍ او نسلي شناخت د اسلام په نوم کې و پيل شو.

نوموړې وايي د پاکستان پياوړی پوځ چې زياتره له پنجيابيانو جوړ دی مختلیفه قوم پرسته تحريکونه يي په سر ووهل او کله نا کله يي د خپل نفوذ لپاره د نسلي او فرقه ورانه ډلو ملاتړ هم کړی. د ليکوالې په وينا هم دا وجه ده چې ځيني خلک وايي پاکستان د يوقوم په حيث کمزوری دی او هلته وينه توييدنه زياته ده.

ددې لپاره ليکواله دليل د يوه سندهي قوم پرست سيد جلال شاه له خولي ورکوي. نوموړی په دې وروستيو کې د متحده قومي موومنټ له خوا د نوې صوبې غوښتنې ته په اشاره سره وايي دوی ولي په کراچی کې جګړه کوي ددې وجه داده چې دوی لا تر اوسه هم پاکستانيان شوی نه دي.له خلکو څخه تر اوسه قوم نه دی جوړ شوی .

د واشنګټن پوسټ ليکواله بيا د کراچی د ستونزي په لور را ګرزي او وايی په دې ښار کې د آبادۍ بدليدونکی توازن د تشدد جرړه ده چرته چې پښتنو پر کراچی باندې د مهاجرو قوت له چيلنج سره مخامخ کړی دی.

خو ليکواله د جګړي نورې وجې هم په ګوته کوي. د ليکوال په وينا انفلېشن يا د کساد بازاري زیاتیدل، د ودی له رفتار سره سم د انفراسټرکچر يا بنسټيز جوړښت نښتوالی او د توانايي بحران هغه څه دي چې د کراچی تشدد ته لمن وهي.

ليکواله په کراچی کې د پښتنو او د مهاجرو د يو بل پر ضد د شته جذباتو انځور د ښځو له خبرو ورکوي. يوه ده پنځه څلویښت کلنه پوښتنه آسيه بي بي چې دوويښت کلن زوی يی وژل شوی دی.ددې زوی په يوه کارخانه کې کار کولی. دا وايی چې زويي يوازنی د ګتي وتی سړی وو خو اوس يي ژوند له اقتصادی پلوه له مشکلاتو سره مخامخ دی.

بل خواته بيا د مهاجرو ښځو يوه ډله سړک ته راوتي دي چې په خپلو شعارونو کې پښتنو ته ترهګر او طالبان وايی. دوی وايي د مسئلې يوازنی حل دادی چې پښتانه خپل وطن ته بيرته لاړ شي.

يو مهاجر نصرت صديقي بيا وايی سینديان ، بلوڅان، پښتانه او پنجابيان خپلي خپلي صوبې لري نو ولي نه د مهاجرو هم يوه صوبه وي.

خو د ليکوالې په وينا يو پښتون عدنان خان چې تیره میاشت يی نا معلومو وسله والو ورو ور وژلی وايي مهاجر نن خپله صوبه غواړي او بله ورځ کيدای شي د جلا غوښتنه وکړي.

د واشنګټن پوسټ ليکواله کيرن بوليارډ د يو پښتون دکاندار محمد امين ذکر کوي چې له دوو لسیزو راهيسې په کراچی کې د پرچون دکان لري .مهاجران هم دده ګيرکان وو چې د زوی او وراره د ټپي کيدو وروسته اوس نور مهاجر دده ګیراکان نه دي پاته شوي.

محمد آمین په ډير خفګان سره وايي چې له تيرو شلو ورځو راهیسې يي پر دوی اوبه بندې کړل شوې دي. دليکوالې په وینا ده د مهاجرو د علاقو پر خوا اشاره وکړه او ویې ويل چې موږ ټول غريبان يو خو ځيني شر خوښونکي د خپلو شخصي ګټو لپاره خلک وژني.
XS
SM
MD
LG