د لاسرسي ځای

تازه خبر

له هند سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکا ژمنه


د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن له خپل هندي سیال اېس ايم کریشنا سره په ډيلي کې خبري کنفرانس کوي
د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن له خپل هندي سیال اېس ايم کریشنا سره په ډيلي کې خبري کنفرانس کوي
مجید بابر پراګ

د امریکا د بهرنو چارو وزیرې هیلري کلنټن د ترهګرو بریدونوڅخه د خوندی کېدو په هڅو کې هند ته د خپل هیواد له لوري د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ .

نوموړې دا څرګندونې په سر ښار ډیلي کې له خپل هندي سیال اېس ایم کریشنا سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې چېرته چې ددغه هیواد په کاروباري او اقتصادي مرکز ممبۍ کې څه کم یوه اونۍ وړاندې درو پرله پسې بمي بریدونو ۱۹ کسان ووژل.

میرمن کلنټن وویل چې له هند سره یې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې پر یو شمېر منصوبو تړونونه به د دواړو هیوادونو پر اړیکو ښه اثرات وغورځوي.

هند ته د مېرمن کلنټن د درې ورځني سفر موخه چې له خپل ۲۵ کسیزه پلاوي سره تللې ده د امریکا او هند ترمنځ ستراټیجیکي تعلقات ،اقتصادي همکاري له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پلان او د پاکستان په ګډون په نورو سیمه ییزه او نړیوالو اړیکو خبرې اترې کول دي چې دغه هیوادونه پکې ښکېل دي.

هند د خپل ګاوندي هیواد پاکستان له لوري له اورپکو سره پر مشکوکه ملاتړ اندېښنه لري چې د به د خبرو یو موضوع وي.

خو د میرمن کلنټن واېي، دوي داسې یقین نه کوي ، چې یو حکومت به هم ترهګرو له محفوظ ځایونه ورکوي، او یا به يې بل هیواد ته اړوي. او که چېرې د ترهګرو په تګ راتګ نظر و نه ساتل شي، نو بیا به د ترهګر بریدونو په رنګ پیښې رامنځ ته کیږي.

پوښتنه دا ده چې له هند سره د امریکا په تعلقاتو کې پرمختګ به د نورو هیوادونو او پتېره له پاکستان سره په اړیکو څه اغېز ولري په دې اړه په ډیلي کې د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې خبریال او د خارجه چارو کارپوه ګوتم سېدارت د مشال ریډیو له خبریال مجید بابرسره په خبرو کې وویل ،له دې سفر څخه دم ګړۍ په دوه اړخیزه تعلقاتو کې د کوم زغرده بدلون څرک نه ویني او نه هم دده په خبره له یوه هیواد سره نژدېوالی په کوم بل هیواد بد اغیز اچوي.

خبریال ګوتم سیدارت زیاتوي،دده په اند په جنوبي اشییا کې چېرته چې افغانستان،پاکستان او هند دی د امریکا ګټې او تګلارې اوږدمهاله دي.نو په داسې حالاتو کې امریکا په دغه ټوله سیمه کې یو ډول د حکمت عملۍ نظر لري او دوی هغه څه کوي چې د دوی د قامي ګټو لپاره غوره وي.

دا مها ل د امریکا او هند ترمنځ تجارت ۵۰ ارب ډالرو ته ختلی دی.او د څېړونکو په خبره چې له دې سفر وروسته به دغه تجارت نور هم زیات شي.

بلخوا رايټرز خبري اژانس وايي د امريکا د بهرنو چارو وزيره به د هند چينای ښار ته ځي ، چې د کاروبار او سرمايه کارۍ په لړکې د امريکا د توجو مرکز ګرځيدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG