د لاسرسي ځای

امریکا :د انټرنېټ آزادي د رژیم بدلون لپاره نه ده.



ژباړه:ملیحه امیرزاده پراګ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن یو مشر سلا کار ایلیک راس دې چې د ټیکنالوجي له لارې د آزادې رایې د اظهار او د بشري حقونو په لړ کې د امریکا ډپلوماټیکي هڅې پرمخ بوځي، نوموړي له مشال ریډيو سره خبرې کړې دي او دا یې ويلي امریکا په ایران کې د انټرنیټ په آزاده توګه استعمال د خوندي کولو سره نه غواړي چې په دغه آمرانه حکومت کې بدلون راوستل شي.

مشال ریډيو د د ایلیک راس نه پوښتنه وکړه چې آیا د انټرنیت په آزاده توګه د استعمال په هڅو کې د امریکا ملګرې هیواد سعودي عربستان او بحرین هم شامل دي، چې په اړه یی ویل کيږي سعودی عرب د انټرنیټ د استعمال خلاف دې ، او بحرین کې هم په ورستیو کې یو بلاګر ته تر 15 کالو لپاره د قید سزا اورول شوې وه. نو نوموړي وویل:

په زمکه باندې 195 هیوادونه دي. او د بهرنیو چارو وزارت د پام مرکز 194 ته دې. د انټرنیټ په آذاده توګه استعمال په ایجنډا کې هم دغه 194 هیوادونه شامل دي . نو ځکه کله چې موږ نوې لارې لټوو ، نوې پالیسۍ جوړؤ ، نو دا یواځې یو، دوه دریو، دیرش یا څلوېښتو هیوادونو ته نه وي محدوده. دا په نړیوال کچه وي. نو ځکه زموږ د انټرنیټي آذادي په لړ کې یوه پالیسي وي چې په ټوله نړۍ لاګو کيږي.

ایلیک راس زیاته کړه چې کله هم کوم هیواد د خپلو خلکو حقوق تر پښو لاندې کوي نو امریکا یې په اړه په سرکاري او نجي ډول ګامونه اخلي. څنګ چې د بحرین په اړه د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو د بحرین حکومت ته پکار ده د ولس د حقونو خیال وساتي .

د ایران په اړه مشال ریډیو له ایلیک راس نه وپوښتل چې د امریکا د هڅو زیاتره هدف دغه هیواد ګرځي. چې په اړه یی تهران فکر کوي د انټرنیټ ان اې سوټ کیس یا د پټ انټرنیټ استعمال د خدمتونو یو امریکایی پراجیکټ سره په آمرانه حکومتونو کې د فعالینو مرسته کيږي ، نو آیا دا د ایران خلاف د امریکا د انفارمیشن ټیکنالوجي د جګړې یوه برخه ده او که څنګه ؟ نو نوموړي وويل،

زما په خیال د امریکا د انټرنیټ د آزادۍ په اړه د ایران رد عمل دا ښکاره کوي چې دغه هیواد په خپله پر دې پوهه دې چې اوس هم کافي شاته دې. زما په خیال د ایران حکومت ته معلومه ده چې د ولس په آذادي باندې بندیز لګوي نو ځکه زموږ خلاف شي. څنګه چې ما مخکې هم وویل زموږ د انټرنیټ پالیسۍ د ټولې نړۍ هر هیواد لپاره دي. خو دا چې ایران دا فکر کوي دا پالیسۍ د دوي په اړه دي، دا ښايي دغه هیواد د کوم حد پورې په آذادي بندیز لګوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن یو مشر سلا کار ایلیک راس له مشال ریډيو سره په مرکه کې دغه خبره هم رد کړه چې ګنې د انټرنیټ په آزاده توګه د استعمال پالیسي سره امریکا غواړي د دې هیواد په حکومت کې بدلون راولي.

دغه شان مشر سلا کار ایلیک راس نه مشال ریډيو پوښتنه وکړه چې په تیونس او مصر کې حکومتونه راغورځولو کې د انټرنیټ یو مهم رول و. نو هغې ته څنګه ګوري؟ هغه وویل:

چې انټرینټ او ټیکنالوجي د منځني ختیځ په ناکرارۍ کې بالکل یو مهم رول لوبولې. د هغه په خبره دې له ټولو اول غورځنګ ته وده ورکولو کې مرسته کړې. بیا دا چې د خلکو په معلوماتو کې ېې زیاتوالې راوستلې. او کمزورې اړيکې یی پیاوړي کړي. هغه خلک چې آن لاین یی یو بل سره تماس ټینګ کړې و ، په غورځنګ کې را یو ځای شو. دغه راز انټرنیټ مشرتابه هم تقسیم کړې. په پخواني وختونو کې د جنوبي افریقا نېلسن منډېلا مثالونه ملاويږي خو په دې وخت کې داسې نه وي. او هغه هم دغه وجه ده. خو د نوموړي په خبره د ټیکنالوجي نه زیات د دې هر څه تر شا نور لاملونه وي لکه رشوت ، غیر جمهوري اقدار او اقتصادي کمزوریانې.

مشر سلا کار ایلیک راس د امریکا لخوا د جدید میډیا د استعمال هم ذکر وکړ او دا یی خپله یوه کامیابي وګڼله. او ویې ویل چې له دې سره هغه ګڼ شمیر خلکو د انټرنیټي ټولنیزو هجرو لکه فیس بک او ټویټر د استعمال سره وکولای شو چې د بهرنیو چارو وزارت سره تماس ونیسي. کوم به چې اول ممکن نه وه. او زیاته یی کړه چې دا انټرنيټي لارې یواځې د خبرو کولو پر ځای عمل کولو او د خلکو مسایل اوریدلو لپاره ګټه وړ دي.
XS
SM
MD
LG