د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې په لسګونه ځوانانو کمپویټري زدکړه ترسره کړه





بازمحمد عابد جلال اباد


د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو د امریت له خوا سلو تنو نجونو او هلکانو ته د دریمې دورې د کمپيوټر او انګریزي ژبې د زده کړې وروسته د فراغت سندونه / سرټیفیکېټونه ورکړل شول.

د ځوانانو د امریت مشر نوراغا ځواک وايي چې له دې زده کړو وروسته ځوانان کولای شي چې په دولتي او نا دولتي ادارو کې کار وکړی شي. دې زیاتوي،
(( سل تنه ځوانان موږ ټولنې ته د خد مت له پاره وړاندې کړل. دوی ته په اتو میاشتو کې هغه پروګرامونه تدریس شول، هغه زموږ او ستاسو په ادراتو کې یا هم په نادولتي ادارو کې هغې ته اړتیا لیدل کیږي چې د ورلډ، ایکسل او افیس پروګرامونه دي. د ادارې او مینجمنټ په برخه کې هم ورته زده کړې ورکړل شوي.))

هغو پیغلو او ځوانانو چې له زده کړې وروسته یې د فراغت سندونه تر لاسه کړي وو خوښ وو چې ټولنې ته د خدمت جوګه شول:
د عبدالله قریشي په نوم یو تن ځوان وايي:((په اتو میاشتو کې مې د انګریزي او کمپیوټر د افیس پروګرامونه زده کړل. غواړم چې د دغو زده کړو نه ما تر سره کړي خپلې کورنۍ او ټولنې ته خدمت وکړی شم او هم خپلې کورنۍ ته ګوله ډودۍ پیدا کړم. د ځوانانو امریت سره باید مرسته وشي چې نور ځوانان هم په دې برخه کې ورزي. ځکه چې اوس موږ کولای شو چې په ادارو کې کار وکړی شو او خپل هیواد ته د خدمت جوګه شو.))

د صفییې په نوم یوې پیغلې خوښي څرګنده کړه چې مخکې تر دې یې له کمپیوټر سره اشنايی نه لرله خو اوس یې په کې ډیر پروګرامونه زده کړل. اوس موږ کولای شو چې خپل وطن ته خدمت وکړای شو.

د عبید الله باوري په نوم یو تن ځوان وايي: څه یې چې زده کړي دي هغه به خپلو نورو دوستانو ته ورزده کوي ځکه چې کميپوټر د دې عصر ضرورت دی او د چا چې زده نه وي نه یې ټولنه کې قدر وي او نه ورته په ادارو کې کار پیدا کیږي.

د ځوانانو د امریت چارواکي وايي چې د څلورمې دورې له پاره به ډیر ژر نور شاګردان هم جلب کړي چې په نوې ټکنالوجۍ سمبال او ټولنې ته د خدمت جوګه شی.
XS
SM
MD
LG