د کرويشیيا پخواني وزيراعظم ايو سېنېډر چي د طاقت په ناجايزه استعمال او په درغلۍ تورن دی له په آسټريا څخه خپل هيواد ته استول شوی دی.
ښاغلي سېنېډر د کرويشيا لخوا د وارنټ جاري کيدو وروسته په ډیسېمبر مياشت کې ونيول شو او په سخته امنیتي بدرګه کې د خپل هیواد پولیس ته وسپارل شو.
ايو سېنېډر چې له کال ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۰۹ پوري د کرويشیيا وزيراعظم پاتې شوی پر هغه لګيدلي ټول تورونه ردوي او وايي موجوده وزيراعظم یندراکا کوسور د هغه پر ضد د سازش جوړولو کمپاين شورو کړی دی.