د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قذافي حکومتي استازیو له امریکايي چارواکو سره لیدلي



د ليبيا حکومتي وياند ويلي د واکمن معمر قذافي لخوا ټاکل شوو استازو د اړيکو بيا بحالۍ لپاره د امريکايي چارواکو سره نيغ په نيغه خبري کړې دي.

د امريکا د بهرنو چارو د وزارت يوه چارواکي د دغه خبرو پخلي کړي خو ويلي یې دي چي د دي ملاقات موخه دا پیغام ورکول وو چي واکمن معمر قذافي به ضرو خپله څوکۍ پريږدي.

نوموړي زياته کړه په راتلونکي کي د قذافي استازو سره د نور ملاقاتونو څه اراده نشته.د ليبيا او امريکايي چارواکو ترمنځه دا ملاقات له هغې وروسته شوی چې د تيرې جمعي په ورځ د امريکا په ګډون ۳۰ نورو هيوادونو په استنبول کي يوه غونډه په دي غرض وکړه چي په ليبيا کي د حکومت مخالفه ياغيان د دغه هيواد قانوني استازي وګرځوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG