د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایم کیو ایم بیرته په حکومت ګډ شو




په پاکستان کي د سياسي ګوند متحده قامي مومنټ مشر الطاف حسين د سیند مستعفي شوي ګورنر عشرت العباد ته ویلي چې خپله څوکۍ بيا سمبال کړي.

د نوموړي دا څرګندونې د متحده قامي مومنټ لخوا په جاري شوي يوه اعلاميیه کي راغلې ،الطاف حسين ويلي هغه داپريکړه د صدر اصف علي زرداري سره د ټيلي فون له لارې د خبرو وروستو کړي.

ايم کيو ايم ۲۲ ورځې وړاندي له هغه وروسته له حکومته جلا شو چې واکمن پيپلز پارټۍ د پاکستان د انتظام لاندي کشمير کي په دوه سيټونو انتخابات وځنډول ،له دې وروستو په کراچۍ کي د تشدد لړۍ شورو شوه چي په کي تر دي دمه شا وخوا يوسل شپيته کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG