د لاسرسي ځای

په چیچنیا کې چاودنه، دوه وژل شوي


په چیچنیا کې چاودنه شوې ده چې په کې دوه روسي پولیسان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

انټرفیکس خبري اژانس د قانون عملي کوونکي یوه چارواکي له خولې ویلي پېښه د شمالي قفقاز د چیچنیا په وېدونو سیمې کې شوې ده. دا سیمه د ځايي امنیتي ځواکونو او اسلامپاله وسله والو ترمنځ د وروستیو نښتو ځای پاتې شوی دی. له ۱۹۹۴ز کال راهیسې روسیې له بیلتونپالو سره په چیچنیا کې دوه جنګونه کړي دي. په چیچنیا کې د مسلمانانو اکثریت دی.
XS
SM
MD
LG