د لاسرسي ځای

د روسیې په غربي نړۍ تنقید


روسیې پر غربي هېوادونو د لیبیا د عبوري قامي شورا د قانوني حکومت په توګه پر پېژندلو تنقید کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر امریکا او نورو هېوادونو انتقاد کړی دی چې دوی د یاغیانو په رسمي توګه له منلو سره د لیبیا په کورنۍ جګړه کې د یوې خوا ملګرتیا کوي: ((د دې مانا دا ده چې هغه کسان چې د پېژندلو د عمل اعلان کوي نو په بشپړ ډول له یو سیاسي ځواک سره په یوه داسې کورنۍ جګړه کې ولاړ دي چې په لیبیا کې روانه ده. د دې مانا دا هم ده چې د داسې پرېکړو ملاتړ کوونکي د ځانته پرېښودو د پالیسۍ ملاتړي دي. په دې ډول، دا د هغو قواو د ځانته کولو کار دی چې د طرابلس استازیتوب کوي.)) هلته لیبیايي یاغیانو نن دعوه کړې ده چې د برېقه سیمې له زیاتو برخو یې د معمر قذافي سرتېري په شا تمبولي دي.
XS
SM
MD
LG