د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریبیکا بروکس په ضمانت خوشې کړل شوه


په برېتانیې کې د روپرټ مرډوک د رسنیو د ادارې پخوانۍ مشره ریبیکا بروکس له زندانه په ضمانت راخوشې شوې ده.

د هېواد دننه د ټیلي فوني مالوماتو د غلا کولو په معاملې کې د میټروپولېټن پولیسو مشر پال سټیفنسن هم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. نوموړي تېره ورځ، د استعفا ورکولو پر مهال وویل: ((نن ماسپښین، ما ماڼۍ، د کورنیو چارو وزیر او ښار وال ته د خپلې ارادې په اړه وویل چې د میټرو پولېټن پولیسو د مشر په توګه له خپلې دندې استعفا ورکوم.)) هلته د برېتانیې وزیراعظم ډېوېډ کیمرون ویلي دې معاملې په ولس کې د پولیسو باور زښت متاثره کړی دی. نیوز انټرنیشنل د برېتانیې د روپرټ مرډوک اداره ده چې ډېرې ورځپاڼې چلوي. په همدو کې نیوز اف دي ورلډ خبر پاڼه هم وه چې د ټيلي فوني مالوماتو د غلا په معاملې کې وتړل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG