د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار مخابراتي شبکې د شپې مهال کار نه کوي




سيدشاه سقيم کندهار


د تېر ماښام له اوو بجو څخه بيا د سهار تر شپږو بجو پورې په کندهار کې ټولې مخابراتي شبکې بندې شوې وې چې د کندهار چارواکيو په خبره تر ناڅرګندې نېټې پورې به د شپې له خوا په ټول ولايت کې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

د دوى په خبره په کندهار کې يې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو د تړلو پرېکړه وروسته له هغه کړې ده چى دوى ته د دوى د انتنونو د ويشتلو ګواښونه وشول.


د کندهار د مخابراتو رياست رييس انجينېر شاه محمد بيا وايي چې په کندهار کې به د دريو شپو لپاره د شپې له خوا د مخابراتي شبکو انتنونه تړلي وي خو کله حالات سم نه شول کېداى شي دغه نېټه ډېره وځنډېږي....

په جنوب لوېديزه حوزه کې د روشن په نامه د يوې شخصي مخابراتي شبکې مسول انور الدين نور وايي چې تېر مازديګر ورته د کابل چارواکيو ويلي وو چې تر مالومې نېټې پورې دي په کندهار کې د شپې له خوا خپل انتنونه بند وساتي. او دوى يې هم په خبره عمل کړى دى.،موږ ته تېر مازديګر زموږ د کابل دفتر خبر راکړ چې تر ناڅرګندې نېټې پورې په کندهار د شپې له اوو بجو بيا د سهار تر شپږو بجو پورې د خپلو شبکو فعاليت بند وساتئ ، ټولې شبکې هڅه کوي چې ژر تر ژره بېرته په کندهار د شپې له خوا هم خپل فعاليت پيل کړي.

د کندهار د مخابراتو رياست رييس انجينېر شاه محمد بيا وايي چې په کندهار کې به د دريو شپو لپاره د شپې له خوا د مخابراتي شبکو انتنونه تړلي وي خو کله حالات سم نه شول کېداى شي دغه نېټه ډېره وځنډېږي.

د مخابراتي شبکو مسولين وايي چې موږ ته ګواښونه شوي دي خو موږ تر اوسه پورې د دغو ګواښونو په اړه ناخبره يو چې چا به ورته کړي وي، دوى وايي چې تر درې شبې به نورې هم په کندهار کې مخابراتي شبکې کار نه کوي خو که حالات خراب وو کېداى شي دغه نېټه ډېره وځنډېږي

د يادوونې وړ ده چې تر دې وړاندې په هلمند او زابل ولايتونو هم مخابراتي شبکو ته د انتنونو د الوزولو ګواښونه شوي وو چې تر اوسه پورې د شپې له خوا پکې د مخابراتي شبکو ټول انتنونه بند پاتې وي.

د دولت مخالفو وسله والو طالبانو ويلي وو چې په هلمند او زابل ولايتونو کې د دوى په غوښتنه د شپې له خوا مخابراتي شبکې تړل شوې خو د کندهار په اړه يې لا تر اوسه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG