د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو په وېډیو کې د پولیسانو وژنه ښودل شوې ده


په پاکستان کې طالبانو یوه وېډیو خپره کړې ده چې په کې یې ښودلي چې اورپکي ۱۶ پاکستاني پولیسان وژني.


د رپورټونو ترمخې دا پولیسان هغه مهال نیول شوي ول چې اورپکي له افغانستانه ورغلي ول او هلته یې پر پولیسو برید کړی وو. په وېډیو کې ښودل شوي چې پولیسان په کتار کې ودرول شوي دي او تر هغې وروسته ویشتل شوي دي. د دې امنیتي سرتېرو لاسونه هم تړل شوي ښودل شوي دي. له وېډیو سره یوه لیکنه هم ده چې په کې ویل شوي دا پولیسان د جون په لومړۍ نېټه نیول شوي ول. د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اطهر عباس د وېډیو د موادو پخلی کړی دی او ویلي یې دي د پولیسانو وژونکي اورپکي له سواته راغلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG